کویورت (Quévert)کې فرانسوي ژبه او معلوماتي ټکنالوژۍ زده کول - Réfugiés.info

Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

کویورت (Quévert)کې فرانسوي ژبه او معلوماتي ټکنالوژۍ زده کول

د.........لخوا وړاندیز شوي CLPS L'enjeu compétences...میاشي کیږي چې نوي شوي 4 дні тому

د مسلکي ژوند د اسانتیا لپاره روزنه :
  • د فرانسوي ژبې کورسونه
  • د کمپیوټر کارول زده کول
  • د مسلکي پروژې لپاره ملاتړ (کار، مسلکي روزنه).

اضافي معلومات

روزنه د هغو کسانو  لپاره پرانستې ده چې:

  • خپل هیواد کې ښوونځي ته تللي وي او په خپله مورنۍ ژبې لوستل او لیکل کولای شي
  • د اوفي OFII (د فرانسي د کډوالۍ او ادغام اداره) سره زده کړې پای ته رسولې وي
  • کار لټوي، RSA ترلاسه کوي، معلولیت لري، یا سند/ډیپلوم نلري.

اضافي معلومات

د روزنې موده د کچې او موخو له مخې توپیر لري.

ولې دا ګټوره ده؟

  • لوستل، لیکل، ګرامر — A1 یا A2 کچه
  • د ورځني او مسلکي ژوند لپاره ګټورې نوې کلیمې او جملې زده کول
  • په مسلکي اسنادو پوهیدل: لارښوونې، بریښنالیکونه، مهالویشونه، فورمونه...
  • د همکارانو او مسؤلینو سره د کار ځای کې ښه اړیکه نیول
  • ساده محاسبات او ریاضیات.

  • د انټرنیټ کارول او لټون
  • د بریښنالیک لیږل او ترلاسه کول
  • آنلاین وخت اخیستل، سند ډاونلوډ کول...

  • د ځان معرفي کول او د خپلو وړتیاوو په اړه خبرې کول
  • د مسلکي روزنې یا کار لټولو لپاره مشورې
  • په شرکت کې د عملي کار (ستاژ) امکان.

څنګه یې کولای شئ؟

  • بریښنالیک له لارې: dinan@clps.net
  • تلیفون له لارې: 0296858630

اضافي معلومات

د نوم‌لیکنې مخکې باید خپله سي وي CV ولېږئ. وروسته، ستاسو د فرانسوي ژبې د کچې ارزونه کېږي، څو روزنه ستاسو د کچې سره سمه برابره شي.

Lieu d'accueil

  • 7 Rue de la Violette, Espace Atalante
  • 02 96 85 86 30
  • dinan@clps.net
Passer la carte
Chargement de la carte...

Liens utiles