رنس (Rennes) کې فرانسوي ژبه او معلوماتي ټکنالوژۍ مهارتونه زده کول - Réfugiés.info

Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

رنس (Rennes) کې فرانسوي ژبه او معلوماتي ټکنالوژۍ مهارتونه زده کول

د.........لخوا وړاندیز شوي CLPS L'enjeu compétences...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 6 jours
د مسلکي ژوند اسانولو لپاره روزنه :
  • د فرانسوي ژبې کورسونه
  • د کمپیوټر کارولو زده کړه
  • د مسلکي پروژې لپاره ملاتړ (کار، مسلکي روزنه).

اضافي معلومات

روزنه د هغو کسانو لپاره خلاصه ده چې:

  • په خپل اصلي هېواد کې ښوونځي ته تللي وي او په خپله مورنۍ ژبه لوستل او لیکل کولی شي
  • د اوفي OFII (د فرانسي د کډوالۍ او ادغام دفتر) کورسونه یې بشپړ کړي وي
  • د کار په لټه کې وي، د RSA مرستې ترلاسه کوي، معلولیت ولري، یا هېڅ ډیپلوم ونه لري.

اضافي معلومات

د روزنې موده د کچې او موخو له مخې توپیر لري.

ولې دا ګټوره ده؟

  • لوستل، لیکل، ګرامر — د A1 یا A2 کچه
  • د ورځني او مسلکي ژوند لپاره نوي کلمې او ګټورې جملې
  • مسلکي اسنادو پوهیدل: لارښوونې، برېښنالیکونه، مهالویش، فورمونه...
  • د کار ځای کې د همکارانو او مسؤلینو سره غوره اړیکه
  • ساده محاسبې او ریاضیات.

  • د انټرنیټ کارول او لټون کول
  • برېښنالیکونه لیږل او تر لاسه کول
  • آنلاین وخت نیول، سند ډاونلوډ کول...

  • خپله پیژندنه او خپل مهارتونه وړاندې کول
  • د مسلکي روزنې یا کار د لټون لپاره سلا
  • د شرکت کې د کار تجربې امکان.

څنګه یې کولای شئ ؟

  • برېښنالیک له لارې: rennes@clps.net
  • تلیفون له لارې: 0223468585

اضافي معلومات

د نوم‌لیکنې له مخکې باید خپل CV ولېږئ. وروسته، ستاسو د فرانسوي ژبې د کچې ارزونه کېږي، څو روزنه ستاسو د کچې سره سمه برابره شي.

Passer la carte

Lieu d'accueil

  • 10 Rue Jean Le Ho, ZI de Lorient
  • 02 23 46 85 85
  • rennes@clps.net
Chargement de la carte...

Liens utiles