سینت بروک (Saint-Brieuc) کې فرانسوي ژبه او معلوماتي ټکنالوژۍ زده کول - Réfugiés.info

Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

سینت بروک (Saint-Brieuc) کې فرانسوي ژبه او معلوماتي ټکنالوژۍ زده کول

د.........لخوا وړاندیز شوي GRETA CFA - Lycée Chaptal...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 6 jours
د مسلکي ژوند د اسانه کولو لپاره روزنه :
  • د فرانسوي ژبې کورسونه
  • د کمپيوټر کارول زده کول
  • په مسلکي پروژه کې مرسته (کار، مسلکي روزنه).

اضافي معلومات

روزنه د هغو کسانو لپاره پرانستې ده چې:

  • خپل هيواد کې ښوونځي ته تللي وي او خپله مورنۍ ژبه لوستلای او لیکلای شي
  • د اوفي OFII (د فرانسي د کډوالۍ او ادغام اداره) سره یې زده کړې بشپړ کړي وي
  • کار لټوي، RSA ترلاسه کوي، معلولیت لري، یا سند (ډيپلوم) نه لري.

اضافي معلومات

د روزنې موده د کچې او موخو پر بنسټ توپير لري.

ولې دا ګټوره ده؟

  • لوستل، ليکل، ګرامر — کچه A1 یا A2
  • د ورځني او مسلکي ژوند لپاره ګټورې نوې کلمې او جملې زده کول
  • په مسلکي اسنادو پوهیدل: لارښوونې، برېښنالیکونه، مهال ویشونه، فورمې...
  • د همکارانو او مسؤولینو سره د کار ځای کې ښه اړیکه ټینګول
  • ساده حسابونه او رياضيات.

  • د انټرنيټ کارول او لټون کول
  • د برېښنالیک لیږل او ترلاسه کول
  • آنلاین د وخت غوښتنه کول، د اسنادو ډاونلوډول...

  • خپل ځان معرفي کول او د خپلو وړتیاوو په اړه خبرې کول
  • د مسلکي روزنې یا کار لټولو لپاره لارښوونې
  • په شرکت کې د ستاژ کولو) امکان.

څنګه یې کولای شئ؟

اضافي معلومات

د روزنې پیل کولو مخکې، ستاسو د فرانسوي ژبې کچه ارزول کېږي، څو روزنه ستاسو د کچې سره سمه برابره شي.

Passer la carte

Lieu d'accueil

Chargement de la carte...

Liens utiles