Guichet d'Orientation (GO) - د فرانسوي ژبې رسمي دپلومونو او مدني ازموینې په اړه معلومات ومومئ - Réfugiés.info

Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د فرانسوي ژبې رسمي دپلومونو او مدني ازموینې په اړه معلومات ومومئ

د .....................سره Guichet d'Orientation (GO)

د.........لخوا وړاندیز شوي Education et Formation ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 20 jours

د واټس‌اپ (WhatsApp) له لارې د لاسرسي وړ یو خدمت چې په سېن-ماریتیم (Seine-Maritime) او اېر (Eure) سیمو کې د فرانسوي ژبې د رسمي سندونو په اړه معلومات وړاندې کوي:

  • DELF، DALF، TEF، TCF او CLOE
  • د روزونکي له خوا شخصي مشورې او ستاسو د اړتیاوو سره سم لارښوونه.

مهم معلومات

د فرانسوي ژبې د مهارتونو د دپلوم لپاره بېلابېل دپلومونه شتون لري:

  • ازموینې: د فرانسوي ژبې د ارزونې ازموینه (TEF)، د فرانسوي ژبې د پوهې ازموینه (TCF) او CLOE (د شفاهي او لیکلي ژبنیو مهارتونو ارزونه).
  • ډپلومونه: د فرانسوي ژبې د زده‌ کړو ډپلوم (DELF) او د فرانسوي ژبې د زده‌کړو پرمختللی ډپلوم (DALF).
یادونه: د فرانسوي ژبې د مهارتونو د دپلوم لپاره بېلابېل دپلومونه شتون لري:
- ازمویني: د فرانسوي ژبې د ارزونې ازموینه (TEF) د فرانسوي ژبې د پوهې ازموینه (TCF) او CLOE (د شفاهي او لیکلي ژبنیو مهارتونو ارزونه).
- ډپلومونه : د فرانسوي ژبې د زده کړوډپلوم (DELF)، د فرانسوي ژبې د زده کړو پرمختللی ډپلوم (DALF)...

د ژبې رسمي سندونه ستاسو د فرانسوي ژبې د کچې ثبوت وړاندې کوي او د اداري چارو (لکه د استوګنې کارت او د فرانسې د تابعیت ترلاسه کول)، کار او زده‌ کړو لپاره کارول کېدای شي.

د مدني پوهې ازموینه (Examen civique) د فرانسې د جمهوریت د ارزښتونو او د فرانسوي ټولنې د فعالیت په اړه ستاسو پوهه ارزوي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د تلیفون له لارې په اسانۍ سره اړیکه ونیسئ
  • په ورځ کې 24 ساعته، په اونۍ کې 7 ورځې.

  • خپلې پوښتنې مطرح کول.
  • ستاسو د اړتیاوو او د ژبې د کچې سره سم ځوابونه ترلاسه کول.

  • دقیق او شخصي معلومات ترلاسه کول.
  • د ژبې د رسمي سندونو په اړه معلومات: نوم‌ لیکنه، بیې، نېټې، پتې او روزنیز پروګرامونه.
یادونه: تاسو کولی شئ د واټس‌اپ له لارې اړین معلومات په چټکۍ سره په خپل ټیلیفون کې ترلاسه کړئ.

څنګه یې وکړو ؟

د نوم لیکنې لپاره، دلته کلیک وکړئ او د QR کوډ (بارکوډ چې په مربع شکل کې ښکاري) سکین کړئ.

یادونه: که تاسو کومه پوښتنه لرئ، تاسو کولی شئ contact.rouen@educationetformation.fr ته ولیکئ.

Lieu d'accueil

Passer la carte
Chargement de la carte...

10 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • Jérôme-Educforایډیټر او کره کتونکی
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • nouد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه

Liens utiles