لافلیش (La Flèche) کې د ورځني ژوند لپاره د فرانسوي ژبې زده‌کول - Réfugiés.info

Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

لافلیش (La Flèche) کې د ورځني ژوند لپاره د فرانسوي ژبې زده‌کول

د.........لخوا وړاندیز شوي AISP - La Flèche...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 5 jours
د شاوخوا ۴ میاشتو روزنه چې لاندې برخې لري:
  • د فرانسوي ژبې کورسونه
  • د فرانسوي ټولنې په اړه معلومات
  • د اسنادو، ترانسپورت، روغتیا او نورو برخو کې د خپلواک کیدو لپاره ملاتړ

اضافي معلومات

دا کورسونه د اوفي OFII (د فرانسي مهاجرت او ادغام دفتر) د CIR (د جمهوريت د ادغام تړون) روزنې سره هم مهاله ترسره کولای شئ.

ولې دا ګټوره ده؟

  • د فرانسوي ژبې خبرو او لیکلو کورسونه
  • د هغو کلمو زده کول چې د ځان د معرفي کولو، د روغتیا ستونزې تشریح کولو، د پتې پوښتلو او نورو لپاره کارېږي...
  • له نورو خلکو او ټولنو سره د خپلو تجربو شریکول او پوښتنې کول.

  • د دولتي خدماتو په اړه پوهیدل او ورسره اړیکه نیول : ښاروالي، د کورنۍ مرستو صندوق (CAF)، پوسته، روغتون...
  • د ژباړونکي له مرستې سره د اداري چارو (اسناد، کور...) لپاره لارښوونې
  • د ترانسپورت کارول (بس، ریل‌ګاډی): د وختونو کتل، ټکټ اخیستل او په معلوماتي لارښونو پوهیدل

  • د فرانسوي جمهوریت ارزښتونه: آزادي، برابري، ورورولي، لایسته(laïcité)
  • حقوق او دندې، د فرانسې تاریخ او کلتور

اضافي معلومات

د روزنې په پای کې، ستاسو د وضعیت له مخې، کېدای شي د مدني ازموینې (examen civique) لپاره د نوم‌لیکنې په برخه کې مرسته درسره وشي. مدني ازموینه د جمهوریت د ارزښتونو او د فرانسې د ټولنې د فعالیت په اړه ستاسو پوهه ارزوي. تاسو کولای شئ له دې ازموینې څخه د اقامې کارت (carte de séjour) لپاره د غوښتنلیک په پروسه کې استفاده وکړئ. 

څنګه یې کولای شئ ؟

Passer la carte

Lieu d'accueil

Chargement de la carte...

Liens utiles