الزاس (Alsace) کې د کار موندلو لپاره په فرانسوي ژبه کې د A2 کچه ترلاسه کول - Réfugiés.info

Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

الزاس (Alsace) کې د کار موندلو لپاره په فرانسوي ژبه کې د A2 کچه ترلاسه کول

د.........لخوا وړاندیز شوي GRETA Alsace Sud...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 5 jours
د مسلکي او کاري ژوند ته د داخلیدو لپاره د ۳ میاشتو روزنه:
  • د فرانسوي ژبې کورسونه (ټول ۱۸۰ ساعتونه)
  • د کار، ستاژ یا مسلکي روزنې موندلو کې ملاتړ (ټول ۵۵ ساعتونه)
  • د ژبني وړتیا ډیپلوم (DCL) لپاره چمتووالی.

ولې دا ګټوره ده؟

  • ګټورې کلمې او جملې زده کول
  • په مسلکي اسنادو پوهیدل: لارښوونې، سمبولونه، مهالویشونه...
  • د لارښوونو پوهیدل، پوښتنه کول او پلي کول
  • د همکارانو او مسؤولینو سره اړیکه
  • د یو فعالیت یا ستونزې وضاحت کول
  • لنډ پیغامونه لیکل.

اضافي معلومات

د کورسونو ترڅنګ، تاسو د Frello اپلیکیشن په وسیله په خپل موبایل کې فرانسوي ژبه او مسلکي مهارتونه تمرین کوئ.

  • ستاسو د استوګنې ځای ته نږدې د هغو مسلکونو پېژندنه چې کارکوونکو ته اړتیا لري
  • د خپلو مهارتونو د بیانولو، د سي وي CV او د انګیزه لیک د جوړولو لپاره مشورې
  • د د کار، مسلکي روزنې یا عملي دورې (ستاژ) د موندلو لپاره مشورې
  • د کار د مرکې لپاره تمرین.

  • د DCL امتحان (د ژبني وړتیا ډیپلوم) لپاره چمتووالی او مشورې
  • د ازموینې لپاره نوم لیکنه کې مرسته.

اضافي معلومات

د DCL سند په رسمي ډول ستاسو د فرانسوي ژبې کچه ثابتوي. دا د فرانسې د ادارو او شرکتونو له خوا په رسمیت پېژندل شوی او د اسنادو، کار، زده‌کړو او نورو موخو لپاره کارول کېدای شي.

څنګه یې کولای شئ؟

اضافي معلومات

د روزنې له پیل څخه مخکې، د معلوماتو یوه غونډه، د فرانسوي ژبې د کچې ارزونه او یوه انفرادي مرکه ترسره کېږي.

Passer la carte

Lieu d'accueil

Chargement de la carte...

Liens utiles