Association Poya - اداري چارو کې مرسته ترلاسه کول - Réfugiés.info

Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

اداري چارو کې مرسته ترلاسه کول

د .....................سره Association Poya

د.........لخوا وړاندیز شوي Association Poya ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 17 jours

په

د انفرادي ملاقاتونو له لارې په لاندې چارو کې مرسته ترلاسه کول:

  • د پریفیکتور، کاف CAF (د کورنۍ د مرستې صندوق)، روغتیا بیمې، د فرانس تخوی (د کارموندنې مرکز)، اوفي OFII (د کډوالۍ او ادغام لپاره د فرانسې دفتر)، افپرا OFPRA (د کډوالو او بې وطنه اشخاصو د ساتنې لپاره د فرانسې دفتر) اړوند اړینې چارې ترسره کول...
  • د ټولنیز کور، تقاعد یا فرانسوي تابعیت لپاره غوښتنه کول
  • فورمې ډکول او دوسیې چمتوکول
  • په اداري لیکونو پوهیدل او لیکل.

د انټرنیټ له لارې د کړنلارو ترسره کولو زده کول او د دندې لټون کې د ملاتړ ترلاسه کول لپاره یو ورکشاپ هم شتون لري.

یادونه: دا د کډوالو، د فرعي محافظت ګټه اخیستونکو، بې تابعیته اشخاصو، بهرنیانو چې له پنځو کلونو څخه کم وخت لپاره په فرانسه کې اوسیږي، او په سیمه کې د اوسیدونکو لپاره د لاس رسي وړ دی.

د ملاقات وخت باید د سې شنبې، جمعې او شنبې په ورځو کې د سهار له 10 بجو څخه تر 1 بجې پورې واخیستل شي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

په مرکز کې لاندې خدمات شتون لري:

  • ترجمانان چې په دري، پښتو، فارسي، اردو، انګلیسي ژبو خبرې کوي...
  • دا سې کسان چې د جلاوطنو کسانو او د فرانسوي سیسټم په اړه ښه پوهاوی او معلومات لري.

تاسو کولی شئ په یو ورکشاپ کې برخه واخلئ ترڅو د آنلاین اداري چارو (ADAL) په ترسره کولو کې مرسته ترلاسه کړئ، او زده کړئ چې څنګه:

  • په اداري ویب پاڼو کې حساب جوړ کړئ
  • اسناد ډاونلوډ او واستوئ
  • آنلاین د ملاقات وخت واخلئ
  • د خپلې غوښتنې د پرمختګ لیدلو لپاره خپل شخصي حساب ته ننوځئ.

  • ستاسو د وضعیت د سم درک کولو لپاره ستاسو خبرو ته غوږ نیول.
  • ستاسو د اړتیاوو سره سم مشورې درکول.
  • د اداري چارو او اړینو اسنادو په اړه توضیحات ورکول.
  • د کار موندلو لپاره مرسته: د سي وي (CV) جوړول، د انګېزې لیک لیکل او د فرانس تخوی (France Travail) له خدمتونو څخه د ګټې اخیستلو څرنګوالی زده کول.

څنګه یې وکړو ؟

  • د تلیفون له لارې: 0751436766
  • د برېښنالیک له لارې: contact@poya-asso.org
  • د مرکز پته:
  • 196 boulevard Macdonald, 75019 Paris.

Lieu d'accueil

  • 196, Boulevard Macdonald, 75019 Paris
  • 07 51 43 67 66
  • contact@poya-asso.org
Passer la carte
Chargement de la carte...

10 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • Zarin-poyaایډیټر او کره کتونکی
  • rama anzouد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه

Liens utiles