Ateliers Frello - د انټرنیټ له لارې فرانسوي ژبه زده کول - Réfugiés.info

Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د انټرنیټ له لارې فرانسوي ژبه زده کول

د .....................سره Ateliers Frello

د.........لخوا وړاندیز شوي Emmaüs Connect ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 3 jours

د کمپیوټر یا سمارټ‌فون په کارولو 2 ساعته ورکشاپونه، څو د Frello پلاتفورم کارول زده کړئ او په انټرنېټ کې فرانسوي ژبه زده کړئ:

  • د حساب جوړول او نوم‌لیکنه؛
  • د Frello اپلیکیشن د کارولو لپاره لارښوونه او ملاتړ
  • په ورځني ژوند کې د انټرنېټ د کارولو په اړه مشورې.
یادونه: ورکشاپونه په کوچنیو ډلو کې ترسره کېږي (تر ۶ کسانو پورې). همدارنګه د ډیجیټل وسایلو د کارولو او د اداري چارو د ترسره کولو د زده کړې لپاره په نورو روزنیزو پروګرامونو کې د نوم‌لیکنې امکان هم شته.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د فریلو اپلیکیشن ډاونلوډ کول
  • یو حساب جوړول او وصل کیدل
  • خپل کارن نوم او پټنوم بدلول یا بیرته ترلاسه کول
  • په غوښتنو پوهیدل او د مناسبو تمرینونو، کچو، ازموینو موندل...
  • تمرینونه کول، خپلې پایلې کتل او خپل پرمختګ تعقیبول
  • د غوره کړنو پوهیدل
  • د مرستې غوښتنه کول او تخنیکي ستونزه حل کول.

که تاسو د ډیجیټل یا معلوماتي ټیکنالوژۍ کې مرستې ته اړتیا لرئ، د ایماوس کنیکټ ټیمونه کولی شي ستاسو سره مرسته وکړي او تاسو په وړیا توګه په لاندې پته راجستر کړي:

  • ورکشاپونه په ورځنيو یا مسلکي دندو کې د مرستې لپاره دي: آنلاین د ډاکټر سره د ملاقات وخت اخیستل، د سي وي CV جوړول...
  • د کمپیوټر سره د ډیر خپلواک کیدو لپاره روزنیز کورس (12 ساعته).
یادونه: تاسو کولی شئ د ډیجیټل ټیکنالوژۍ په اړه خپلې ټولې پوښتنې وپوښتئ او د غونډې ګډونوال شئ.

د ایماوس کنیکټ (Emmaüs Connect) سره د نوم لیکنې وروسته، تاسو کولی شئ په ټیټه بیه توکي واخلئ:

څنګه یې وکړو ؟

  • د تلیفون له لارې: 0180059880
یادونه: تاسو کولی شئ د دوشنبې څخه تر جمعې پورې، د سهار له 9 بجو څخه تر 1 بجې پورې او د ماسپښین له 2 بجو څخه تر 5 بجو پورې زنګ ووهئ.

له خپل سلاکار (ټولنیز کارکوونکی، د فرانس تخوی سلاکار، د میسیون لوکال د اړیکو کس، یا ستاسو د استوګنې مرکز استازی...) څخه وغواړئ چې اړیکه ونیسي د فریلو ورکشاپونو د نیټې موندلو او نوم لیکنې لپاره ایماوس کنیکټ ته مراجعه وکړئ.

Passer la carte

Lieu d'accueil

Chargement de la carte...

8 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • ec-auraایډیټر او کره کتونکی
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • Israa25د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles