Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

په مارسی Marseille کې د فرانسوي ژبې زده‌کول او په ورځني ژوند کې ادغام کیدل

د .....................سره Formation Linguistique à Visée Professionnelle des primo-arrivants

د.........لخوا وړاندیز شوي Agence de développement, de formation, d'information et de coordination (ADFIC) ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 14 jours

په ځان باندې د لا ډیر بسیا کیدو لپاره روزنه :

  • د ورځني ژوند او کارځای لپاره د فرانسوي ژبې کورسونه
  • د فرانسوي ټولنې د حقونو، دندو او ارزښتونو تشریح
  • د والدینو لپاره مشوره.
مهم معلومات: دا روزنه د هغو خلکو لپاره مناسبه ده چې تازه فرانسې ته رسیدلي دي او لا تر اوسه په فرانسوي ژبه ښې خبرې نه کوي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د خبرو کولو او لیکلو مهارتونو د کچې ښه کول.
  • په ورځني ژوند کې له خلکو، ادارو، عامه خدمتونو او ښوونځیو سره په ښه توګه اړیکه او خبرې کول.
  • یوازې نه پاتې کېدل او په اسانه توګه له ټولنې سره یوځای کېدل: په سیمه‌ییزو فعالیتونو کې ګډون کول او له نورو خلکو سره پېژندګلوي او اړیکې جوړول.
  • د فرانسوي ټولنې د فعالیت او جوړښت په اړه پوهه ترلاسه کول: هغه قواعد او دودونه پېژندل چې باید مراعات شي، او په بېلابېلو حالاتو کې د مناسب چلند څرنګوالی زده کول.

  • د کار لپاره فرانسوي زده کول: د لارښوونو پوهیدل، د همکارانو او مراجعینو سره خبرې کول، د نورو روزنیزو کورسونو ترسره کول...
  • خپلو مهارتونو او مسلکي مسیر ته پراختیا ورکول.

  • د خپلو حقونو او مکلفیتونو په اړه پوهېدل: قوانین، مالي مرستې، اداري چارې او په فرانسه کې د ګړیتوب مفهوم.
  • د عامه خدمتونو په اړه معلومات ترلاسه کول او پوهېدل چې د اړتیا پر مهال کوم ځای ته مراجعه وکړئ: روغتیا، زده‌کړې، کور، عدالت او نور.
  • لا خپلواک کېدل او خپلې اداري چارې په خپله ترسره کول.

  • ستاسو د مور یا پلار په رول کې ملاتړ او لارښوونه: له خپلو ماشومانو سره د هغوی د زده‌کړو په برخه کې مرسته کول، له ښوونکو سره خبرې کول، او د ښوونیز نظام په اړه پوهېدل.
  • ماشومانو ته داسې چاپېریال برابرول چې د هغوی د ښوونځي په زده‌کړو کې د بریا او پرمختګ لپاره مرسته وکړي.

څنګه یې وکړو ؟

یادونه: ستاسو د وضعیت د ارزونې لپاره یوه غونډه ترسره کیږي.

د نوم لیکنې لپاره، تاسو کولی شئ له هغه کس سره اړیکه ونیسئ چې ستاسو په پروسیجرونو کې ستاسو سره مرسته کوي (ټولنیز کارکوونکی، د فرانس تخوی سلاکار، د سیمه ایز ماموریت استازی، او نور).

Lieu d'accueil

26 rue Saint-Savournin, 13001 Marseille

04 91 98 50 76

adficregi@numericable.fr

Chargement de la carte...

8 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • adfic formationsایډیټر او کره کتونکی
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rama anzouد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه

Liens utiles