Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د فرانسوي ژبې کورسونو کې ګډون وکړئ او د DELF B1 ازموینه ورکړئ

د .....................سره Parlons B1

د.........لخوا وړاندیز شوي Accueil Goutte d'Or ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 22 jours

د فرانسوي ژبې کورسونه د دې لپاره دي چې تاسو د B1 کچې ته ورسېږئ او وکولای شئ چې کار وکړئ، زده کړې وکړئ یا مسلکي روزنه (حرفوي زده‌کړه) ترلاسه کړئ.

کورسونه په اونۍ کې 4 سهارونه ترسره کېږي او لاندې برخې لري:

  • د لوستلو او لیکلو زده کړه
  • د راډیو ورکشاپونه
  • د DELF B1 ازموینې (د فرانسوي ژبې د زده کړو ډیپلوم) لپاره چمتووالی
  • د کار او ټولنیز ادغام لپاره لارښوونه او ملاتړ
  • د کمپیوټر د کارولو او وګړیتوب (citoyenneté) په اړه معلومات او تشریحات.
مهم معلومات: په کورس کې د ګډون لپاره، تاسو باید:
- په فرانسه کې له پنځو کلونو څخه کم وخت تیر کړی وي او د کار کولو اجازه ولري
- په پاریس کې پته ولرئ (د استوګنې ځای یا راجستر شوی پته)
- د اکتوبر څخه تر می پورې د دوشنبې، سې شنبې، پنجشنبې، جمعې سهار موجود وئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • ګرامر، لغتونه، ګټورې څرګندونې
  • د شفاهي اړیکو د ښه کولو لپاره د راډیو ورکشاپونه
  • د ټولګیو وروسته د فرانسوي ژبې د تمرین لپاره کلتوري سفرونه.

  • د ازموینو تشریح
  • د میتود د پوهیدو لپاره لارښوونې
  • د ازموینې لپاره نوم لیکنه.
یادونه: DELF په رسمي ډول ستاسو د فرانسوي ژبې کچه ثابتوي. دا د دولتي ادارو او سوداګرۍ لخوا پیژندل شوی، او دا د رسمي اسنادو، کار، مطالعې لپاره کارول کیدی شي...

  • د مسلکونو او مسلکي زده کړو پروګرامونو وړاندې کول
  • د پوهنتون د سیستم تشریح
  • د دندې موندلو لپاره ګټورې ویب پاڼې او اپلیکیشنونه
  • د آنلاین غوښتنلیک لیږلو څرنګوالي په اړه لارښوونې.

څنګه یې وکړو ؟

  • خپل غوښتنلیک په مستقیم ډول دلته د فورمې په کارولو سره وسپارئ.

یا

  • له یو مسلکي کس څخه وغواړئ چې تاسو د نوم لیکنې فورمې له لارې د دې پاڼې په پای کې راجستر کړي.
یادونه: د ټولګیو له پیل کولو دمخه، د فرانسوي ژبې د کچې ارزونه او د معلوماتو غونډه ترسره کیږي.

Lieu d'accueil

AGO - Accueil Goutte d’Or, Rue de Laghouat, Quartier de la Goutte-d'Or, Paris 18e Arrondissement, Paris, Île-de-France, France métropolitaine, 75018, France

severine.zouaoui@ago.asso.fr

Chargement de la carte...

8 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • agoایډیټر او کره کتونکی
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • rama anzouد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه

Liens utiles