Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

درملنه ترلاسه کول او د روغتیا په برخه کې خپل حقونه پېژندل

د .....................سره CTAI (Contrat Territorial d'Accueil et d'Intégration)

د.........لخوا وړاندیز شوي Association Emergence ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 10 jours

په Tours کې فرانسې ته د نویو راغلو کسانو لپاره د روغتیا په برخه کې ملاتړ.

نرسانې په اوونۍ کې څلور نیمې ورځې له دغو کسانو سره د لیدنې او مرستې لپاره ورځي، او په طبي مرکز کې درې نیمې ورځې روغتیايي مشورې او معاینې ترسره کوي.

دوی د فرانسې د روغتیايي نظام په اړه معلومات ورکوي، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې مرسته کوي او د هر شخص د اړتیاوو مطابق مناسب روغتیايي تعقیب او ملاتړ وړاندې کوي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

دا روغتیايي ارزونه مرسته کوي چې روغتیايي ستونزې ژر تر ژره وپېژندل شي او ستاسو د وضعیت مطابق مناسب روغتیايي تعقیب پیل شي، حتی که تاسو تازه فرانسې ته راغلي یاست.

یادونه: دا د اورېدنې او مشورې وړیا او محرم خدمت دی.

ستاسو د اړتیاوو له مخې، د نرسانو ټیم تاسو اړوندو روغتیايي متخصصینو ته راجع کوي، لکه: عمومي ډاکټر، متخصص ډاکټر، ارواپوه، د غاښونو ډاکټر او نور روغتیايي متخصصین.

تاسو په دې پروسه او روغتیايي چارو کې یوازې نه یاست. د نرسانو ټیم له تاسو سره مرسته کوي چې روغتیايي متخصص پیدا کړئ، د ملاقات وخت وټاکئ او که اړتیا وي، خپلې درملنې ته دوام ورکړئ.

د روغتیايي ټیم غړي تاسو ته تشریح کوي چې په فرانسه کې روغتیايي نظام څنګه کار کوي.

په دې توګه تاسو لا خپلواک کېږئ: پوهېږئ چې چېرته لاړ شئ، له چا سره اړیکه ونیسئ او د روغتیا اړوندې چارې څنګه ترسره کړئ.

ټیم ګوري چې ایا تاسو واکسینونه کړي.

هغه تاسو ته په فرانسه کې د اړینو او وړاندیز شویو واکسینونو ترلاسه کولو لپاره روغتیایی خدماتو ته لارښوونه کوي.

د روغتیايي ټیم غړي له تاسو سره مرسته کوي چې تاسو ته یو کورنۍ یا شخصي ډاکټر پیدا کړئ، څو ستاسو د روغتیا منظم تعقیب ترسره کړي.

د پوهېدو لپاره مهمه خبره

هغه ډاکټر دی چې یو شخص یې د خپلې روغتیا د ورځني او منظم تعقیب لپاره ټاکي.

هغه ستاسو طبي دوسیه پېژني، مشورې درکوي، د اړتیا په صورت کې معاینات ترسره کوي او کله چې اړتیا وي، تاسو متخصص ډاکټر ته راجع کوي.

یادونه: شخصي ډاکټر Médecin traitant هغه ډاکټر دی چې یو شخص یې د خپلې روغتیا د ورځني او منظم تعقیب لپاره ټاکي. هغه ستاسو طبي دوسیه پېژني، مشورې درکوي، د اړتیا په صورت کې معاینات ترسره کوي او کله چې اړتیا وي، تاسو متخصص ډاکټر ته راجع کوي.

څنګه یې وکړو ؟

تاسو کولی شئ کریسټین مالوولټ (Christine MALVAULT) ته په 0749780157 زنګ ووهئ.

Lieu d'accueil

1 place Anne de Bretagne, 37000 Tours​, France

07 49 78 01 57

Chargement de la carte...

9 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • Nathalie-Emergenceایډیټر او کره کتونکی
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • Mylan Gد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • Mamaniد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • espoirد صفحي پورته برخه

Liens utiles