Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د خپلو حقونو په اړه معلومات او په اداري چارو کې ملاتړ ترلاسه کول

د .....................سره SAMIDE : Service d'Accompagnement et de Médiation pour l'Intégration et les Droits des étrangers

د.........لخوا وړاندیز شوي Maison Pour Tous Léo Lagrange ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 20 jours

سامد SAMIDEکولی شي ستاسو سره په لاندې برخو کې مرسته وکړي:

  • په فرانسه کې ستاسو د حقونو په اړه معلومات ورکول
  • ستاسو سره ستاسو ادارې کړنلارې ترسره کول، آنلاین د انټرنټ له لارې هم
  • د عامه خدماتو او دولتي ادارو سره په ښه توګه اړیکه نیول
  • خپلو حقونو ته لاسرسی
  • په فرانسه کې مدغم کیدل.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د انیف ANEF (په فرانسه کې بهرنيان) ویبپاڼې له لارې خپل غوښتنلیک ترسره کول.
  • د خپل استوګنې جواز غوښتنلیک تعقیبول
  • د پریفیکتور په غوښتنو پوهیدل
  • په فرانسه کې د اقامت د حق په اړه معلومات ترلاسه کول.

  • د خپل وضعیت له مخې پوهېدل چې کوم اسناد باید وسپارئ.
  • خپل غوښتنلیک (درخواست) ادارې ته لیږل.
  • د ادارو لیکونه او غوښتنې په سمه توګه درک او تعقیب کول.
  • که اړتیا وي، د پرېکړې پر وړاندې اعتراض یا استیناف (Recours) وړاندې کول.

موږ کولی شو ستاسو سره په لاندې برخو کې هم مرسته وکړو:

  • د مدني حالت طرزالعملونه (د زیږون سند، د واده سند، د مړینې سند)
  • د روغتیا بیمې (Assurance Maladie) او کاف CAF سره د اداري ستونزو د حل لارې موندل، په ځانګړي ډول د مدني حالت د معلوماتو د ستونزو په صورت کې.
  • ستاسو د بهرنیو هیوادونو څخه ترلاسه شوي ډیپلوم لپاره د پرتلې تصدیق غوښتنه کول
  • د کار موندلو او روزنې تعقیبولو لپاره د شته حل لارو په اړه تاسو ته خبر درکول (فرانسوي کورسونه، او نورو).
  • د موټر چلولو د جواز (Permis de conduire) تبادله کول.
  • دا زده کول چې خپلې اداري چارې په خپلواکه توګه پخپله ترسره کړئ.
  • په فرانسه کې د خپلو حقونو او مسؤلیتونو په اړه پوهه ترلاسه کول.
  • د فرانسوي تابعیت (Nationalité française) غوښتنه کول.
یادونه: تاسو کولی شئ معلومات او ویډیوګانې ومومئ چې ستاسو سره د ځینو اداري چارو په اړه مرسته وکړي:
- سرچینې
- ویډیوګانې.

څنګه یې وکړو ؟

موږ ستاسو سره مرسته نشو کولی:

  • که تاسو د AGIR پروګرام لپاره وړ یاست (د نړیوال محافظت ګټه اخیستونکی چې له دوه کلونو څخه کم وخت لري، او د دوی کورنۍ). که دا ستاسو قضیه وي، تاسو کولی شئ له خپل ټولنیز کارمند، د څانګې د AGIR چلونکي، یا OFII سره اړیکه ونیسئ.
  • که بل مسلکي کس لا دمخه ستاسو سره مرسته کوي.
    په دې حالت کې، دا مشوره ورکول کیږي چې له هغه کس سره بیرته اړیکه ونیسئ.
مهم معلومات: دا ملاتړ یوازې د هغو اداري چارو لپاره وړاندې کېږي چې په ځانګړي ډول د بهرنیو اتباعو پورې اړه لري. که ستاسو غوښتنه په دې چوکاټ کې نه وي، نو تاسو به مناسبې دولتي ادارې یا اړوندو خدماتو ته ور وپېژندل شئ، ترڅو هلته ستاسو د نورو اداري چارو لپاره مرسته ترلاسه کړئ.

  • د برېښنالیک له لارې: samide@mptll.fr
  • د SMS، WhatsApp یا تلیفون له لارې (یو غږیز پیغام پریږدئ): 0684846035
مهم معلومات: مراجعه او هرکلی یوازې د مخکېني وخت په اخیستلو سره ترسره کېږي. که ستاسو د غوښتنې له مخې امکان ولري، نو تاسو کولی شئ د برېښنالیک یا ټیلیفون له لارې هم خپل ځواب ترلاسه کړئ.

Lieu d'accueil

Square du Nivernais, Octeville, 50130 Cherbourg-en-Cotentin, France

06 84 84 60 35

samide@mptll.fr

Chargement de la carte...

9 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • samide.mptllایډیټر او کره کتونکی
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • Merlinد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • hendد صفحي پورته برخه

Liens utiles