Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

له خپل ماشوم سره یوځای په فرانسوي ژبه لوستل او لیکل زده کول

د .....................سره Ateliers "Entrée dans l'écrit parents-enfants"

د.........لخوا وړاندیز شوي BABEL44 ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 2 jours

د لاندې موخو لپاره د څلورو میاشتو روزنیز پروګرام :

  • د ورځني ژوند لپاره فرانسوي خبرې کول، لوستل او لیکل زده کول
  • د کار موندنې او مسلکي ادغام لپاره ښه چمتووالی ترلاسه کول
  • د خپل 0 څخه تر 3 کلونو پورې ماشوم سره فرانسوي ژبه زده کړئ پرته له دې چې د ماشوم د ساتنې لپاره بل ځای پیدا کړئ.

ستاسو د کچې د ټاکلو او ستاسو د پرمختګ اندازه کولو لپاره درې ارزونې شتون لري: یوه په پیل کې، یوه په منځ کې او یوه د روزنې په پای کې.

ورکشاپونه د اونۍ په ورځو کې د ورځې په اوږدو کې ترسره کیږي، په کوچنیو ګروپونو یا انفرادي ډول ډله ایز فعالیتونه او د مور او پلار او ماشوم ګډ فعالیتونه.

د فرانسوي ژبې ښوونکې سره یوځای د وړو ماشومانو یوه روزونکې (Éducatrice de jeunes enfants) هم ګډون کوي، ترڅو د ماشومانو او والدینو ملاتړ وکړي.

یادونه: هر ورکشاپ دوه ساعته دوام کوي او د ماشومانو سره ترسره کیږي.
په مني او پسرلي کې یوه دوره.
مهم معلومات: د ګډون لپاره، تاسو باید:
- په خپله مورنۍ ژبه نه لوستل او نه هم لیکل وکولای شئ
- د 0 او 3 کلونو ترمنځ ماشوم درلودل
- د ماشوم پالنې حل نه درلودل
- کډوال اوسئ، یا د فرعي یا لنډمهاله محافظت ګټه اخیستونکی اوسئ، یا بې تابعیته شخص اوسئ
- یا په فرانسه کې د پنځو کلونو څخه کم وخت لپاره د استوګنې جواز سره اوسیږئ چې د کار اجازه ورکوي او د اوفي OFII سره مو د CIR (د جمهوريت د ادغام تړون) لاسلیک کړی وي. - یا د موقتي ساتنې (Protection temporaire) ګټه‌اخیستونکی اوسئ
- د سینټ-هربلین (Saint-Herblain) یا د نانټس (Nantes) لویدیز (لی بریل، دیروالیریس، بیلیوو Le Breil, Dervallières, Bellevue) په لومړیتوب سیمو کې ژوند کوئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • ژر لوستل، لیکل، اوریدل، خبرې کول زده کول
  • د ورځنيو کلمو او اصطلاحاتو زده کول او کارول
  • شفاهي او لیکلي اړیکه ښه کول.

  • ماشومان د وړو ماشومانو د روزنې د یوه مسلکي او سند لرونکي روزونکي او د ماشومتوب د لومړیو کلونو د متخصصینو له خوا ساتل او ملاتړ کېږي.

  • پر ځان باور پیدا کول او په یوه ډله کې د هوساینې او راحت احساس کول.
  • په ډله‌ییزو، کوچنیو ډلو او انفرادي فعالیتونو کې ګډون کول.
  • د زده‌کړې لپاره له بېلابېلو وسایلو څخه ګټه اخسیتل، لکه: لیکلي متنونه، غږیز ثبتونه، ویډیوګانې، د ورځني ژوند اسناد، لیکلي تمرینونه او عملي تمرینونه (موقعیتي تمرینونه) او کلتوري او هنري فعالیتونه او نوښتونه.

څنګه یې وکړو ؟

تاسو باید:

  • 0240462474 ته زنګ ووهئ
  • یا دا فورمه ډکه کړئ
  • د معلوماتو غونډې ته راشئ او د خپلې فرانسوي ژبې د کچې د ارزونې لپاره ازموینه ورکړئ.

Lieu d'accueil

Immeuble du Sillon de Bretagne (14 ème étage), 1, Avenue de l'Angevinière, 44800 Saint-Herblain, France

02 40 46 24 74

contact@babel44.fr

Chargement de la carte...

8 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • babelایډیټر او کره کتونکی
  • hendد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles