Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مسلکي ادغام او کار موندلو کې مرسته ترلاسه کول

د .....................سره Programme BOP 104 - Humando Essonne

د.........لخوا وړاندیز شوي Humando , DDETS 91...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a une heure

دا د شخصي ملاتړ پروګرام دی چې هدف یې په فرانسه کې ستاسو د ټولنیز او مسلکي ادغام بریالیتوب دی. پدې پروګرام کې لاندې خدمات شامل دي:

  • مسلکي ملاتړ د کار یا روزنې (formation) د موندلو لپاره، او د فرانسوي ژبې کورسونه
یادونه: Humando د موقتي کار (intérim)، ټاکلې مودې قراردادونو (CDD) او دایمي قراردادونو (CDI) لپاره کارکوونکي استخداموي. دغه اداره همدارنګه د لوژستیک، صنعت، ودانیزو چارو او عامه کارونو، رستورانتونو، خدماتو او نورو برخو کې روزنې وړاندې کوي.
  • اداري مرسته د روغتیا، استوګنې او نورو اړوندو چارو لپاره
  • ورکشاپونه او کلتوري فعالیتونه د فرانسوي ټولنې د ښه پېژندلو لپاره.
مهم معلومات: د ګډون لپاره، تاسو باید: - داوطلب او باانګېزه اوسئ، ترڅو د خپل ژوند پروژه جوړه کړئ - له 2021 راهیسې د نړیوال خوندیتوب ګټه اخیستونکی اوسئ - او د اوفي OFII سره مو د CIR (د جمهوريت د ادغام تړون) لاسلیک کړی وي - د ایسون Essonne (91) په څانګه کې استوګن یاست یا پوستي پته ولرئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • ستاسو د مسلک اهدافو سره سم د کارموندنې لپاره ملاتړ
یادونه: Humando د نړیوال محافظت ګټه اخیستونکي استخداموي. که تاسو په هومانډو کې کار کوئ یا روزنه ورکوئ، نو تاسو به معاش ترلاسه کړئ.
  • د سي وي CV، انګیزه لیک، او د دندې مرکې چمتو کول.

  • د کور موندل
  • د ډاکټر یا ارواپوه سره ملاقات وخت اخیستل
  • مالي مرستې ته لاسرسی: کاف CAF، فرانسه تخوی…
  • نقل او حرکت او د ترانسپورت کارول: بسونه، فرعي لارې...
  • د بانکي حساب پرانیستل، د موټر چلولو جواز ترلاسه کول، د استوګنې جواز نوي کول ...

  • د فرانسوي کورسونو موندلو کې مرسته
  • ډله ییز او جوړه ورکشاپونه
  • د پرمختګ لپاره د موبایل اپلیکېشنونو او ویب پاڼو کارول
  • د لغتونو زخیره مو پیاوړي کول : ورځنی فرانسوي ژبه او د کار نړۍ.

  • د اداري چارو په اړه پوهېدل: روغتیا، استوګنځای، کار او نور؛
  • په فرانسه کې د کار د نړۍ پېژندل: ټولنیز اصول (codes sociaux)، پروسیجرونه، د معاش پاڼه (bulletin de salaire) او نور
  • خپل حقونه او دندې پېژندل (په فرانسه کې د یوه مسؤل اوسېدونکي/اتباع په توګه ژوند کول)
  • سپورټ کول، په کلتوري سفرونو کې ګډون کول، او د پخلي (cuisine) په ورکشاپونو کې برخه اخیستل.

څنګه یې وکړو ؟

  • mona.laalej@humando.fr ته برېښنالیک واستوئ
  • مونا LAALEJ ته په 0762454621 زنګ ووهئ
یادونه: تاسو کولی شئ هرکله چې وغواړئ دا پروګرام پریږدئ یا که تاسو د پروګرام پای ته رسیدو دمخه روزنه یا دنده ومومئ.

  • mona.laalej@humando.fr ته برېښنالیک واستوئ
  • مونا LAALEJ ته په 0762454621 زنګ ووهئ
  • ستاسو د مسلکي شالید او اړتیاو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره به د ملاقات وخت تنظیم شي.
  • که په پروګرام کې د ګډون لپاره مناسب پروفایل ولرئ، تاسو به پروګرام پیل کړئ.

Lieu d'accueil

42, Allée des Champs-Élysées, 91080 Évry, France

07 62 45 46 21

mona.laalej@humando.fr

2/12 Rue du Chemin des Femmes, 91300 Massy, France

07 62 45 46 21

mona.laalej@humando.fr

Chargement de la carte...

9 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • Mona.Laalej_Humando91د صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • gitoroد صفحي پورته برخه
  • Bayaneد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • Zeinabد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles