Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د مسلکي ادغام لپاره مرسته ترلاسه کول

د .....................سره Programme BOP 104 - Humando Paris

د.........لخوا وړاندیز شوي Humando ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 3 heures

دا د شخصي ملاتړ پروګرام دی چې هدف یې په فرانسه کې ستاسو د ټولنیز او مسلکي ادغام بریالیتوب دی. پدې پروګرام کې لاندې خدمات شامل دي:

  • مسلکي ملاتړ د کار یا روزنې (formation) د موندلو لپاره، او د فرانسوي ژبې کورسونه
یادونه: Humando د موقتي کار (intérim)، ټاکلې مودې قراردادونو (CDD) او دایمي قراردادونو (CDI) لپاره کارکوونکي استخداموي. دغه اداره همدارنګه د لوژستیک، صنعت، ودانیزو چارو او عامه کارونو، رستورانتونو، خدماتو او نورو برخو کې روزنې وړاندې کوي.
  • اداري مرسته د روغتیا، استوګنې او نورو اړوندو چارو لپاره؛
  • ورکشاپونه او کلتوري فعالیتونه د فرانسوي ټولنې د ښه پېژندلو لپاره.
مهم معلومات: په پروګرام کې د ګډون لپاره، تاسو باید:
- داوطلب او باانګېزه اوسئ، ترڅو د خپل ژوند پروژه جوړه کړئ
- له 2021 کال راهیسې د نړیوال خوندیتوب ګټه اخیستونکی اوسئ
- د اوفي OFII سره مو د CIR (د جمهوريت د ادغام تړون) لاسلیک کړی وي
- د پاریس(75) څانګه کې اوسیږئ یا هلته پوستي پته ولرئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • ستاسو د مسلک اهدافو سره سم د کارموندنې لپاره ملاتړ
یادونه: Humando د نړیوال محافظت ګټه اخیستونکي استخداموي. که تاسو په Humando کې کار کوئ یا روزنه ورکوئ، نو تاسو به معاش ترلاسه کړئ.
  • د سي وي CV، انګیزه لیک، او د دندې مرکې چمتو کول.

  • د کور موندل
  • د ډاکټر یا ارواپوه سره ملاقات وخت اخیستل
  • مالي مرستې ته لاسرسی: کاف CAF، فرانسه تخوی…
  • نقل او حرکت او د ترانسپورت کارول: بسونه، فرعي لارې...
  • د بانکي حساب پرانیستل، د موټر چلولو جواز ترلاسه کول، د استوګنې جواز نوی کول ...

  • د فرانسوي کورسونو موندلو کې مرسته
  • ډله ییز او بینوم ورکشاپونه
  • د پرمختګ لپاره د موبایل اپلیکېشنونو او ویب پاڼو کارول
  • د لغتونو زخیره پیاوړي کول: ورځنی فرانسوي ژبه او د کار نړۍ.

  • د اداري چارو په اړه پوهېدل: روغتیا، استوګنځای، کار او نور
  • په فرانسه کې د کار د نړۍ پېژندل: ټولنیز اصول (codes sociaux)، پروسیجرونه، د معاش پاڼه (bulletin de salaire) او نور
  • خپل حقونه او دندې پېژندل (په فرانسه کې د یوه مسؤل اوسېدونکي/اتباع په توګه)
  • سپورټ کول، په کلتوري سفرونو کې ګډون کول، او د پخلي (cuisine) په ورکشاپونو کې برخه اخیستل...

څنګه یې وکړو ؟

یادونه: که تاسو د پروګرام له پای ته رسیدو دمخه روزنه یا دنده ومومئ، تاسو کولی شئ هرکله چې وغواړئ دا پروګرام پریږدئ.

  • thierry.peroumal@humando.fr ته برېښنالیک واستوئ
  • 0145426333 یا 0664656733 ته زنګ ووهئ
  • ستاسو د مسلکي شالید او اړتیاو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره به د ملاقات وخت تنظیم شي.
  • که تاسو د پروګرام لپاره مناسب پروفایل ولری، تاسو به پروګرام پیل کړئ.

Lieu d'accueil

4, Rue Firmin Gillot, 75015, France

01 45 42 63 33

thierry.peroumal@humando.fr

Chargement de la carte...

8 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • Thierry HUMANDO P15ایډیټر او کره کتونکی
  • Bayaneد صفحي پورته برخه
  • mlvoluntaryد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles