Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د 16 څخه تر 18 کلونو عمر لرونکو ځوانانو لپاره رضاکارانه کار ترسره کول

د .....................سره JeVeuxAider.gouv.fr

د.........لخوا وړاندیز شوي JeVeuxAider.gouv.fr ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 3 jours

دا د هغو ځوانانو لپاره ویبپاڼه ده چې غواړي رضاکارانه کار وکړي، چې لاندې مطالب پکې شامل دي:

  • په ټوله فرانسه کې ماموریتونه، د شتون سره سم تطبیق شوي (په اونۍ کې یا یوازې یو ځل)
  • مختلف فعالیتونه (د طبیعت ساتنه، په ستونزو کې خلکو سره مرسته، سپورتي یا کلتوري پیښې، مخنیوی)
  • د ټاکل شوي تماس لرونکي کس څخه ملاتړ.

دا د هغو ځوانانو لپاره ویبپاڼه ده چې غواړي رضاکارانه کار وکړي، چې لاندې مطالب پکې شامل دي:

  • په ټوله فرانسه کې بېلابېلې رضاکارانه دندې، چې ستاسو د وخت له موجودیت سره سمون لري (هره اونۍ یا یوازې یو ځل)
  • بېلابېل فعالیتونه لکه د طبیعت ساتنه، له اړمنو کسانو سره مرسته، سپورتي او کلتوري پروګرامونه، او د پوهاوي فعالیتونه
  • د یوه مسؤل کس (référent) له خوا ملاتړ او لارښوونه.
یادونه: رضاکارانه کار دا معنا لري چې تاسو خپل وخت د یوې ټولنیزې یا عامه ګټې پروژې لپاره ورکوئ، پرته له دې چې معاش ترلاسه کړئ.

د رضاکارانه کار کولو لپاره، تاسو اړتیا لرئ:
- په فرانسه کې ژوند کول
- د 16 کلونو څخه زیات عمر ولری.

ماموریتونه د 18 کلونو څخه کم عمر لرونکو ځوانانو لپاره ځانګړې شوي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

په رضاکارانه ماموریت (mission de bénévolat) کې ګډون کول تاسو ته دا فرصت درکوي چې:

  • له یوې ټولنې یا مؤسسې (association) سره مرسته وکړئ
  • د مهمو موضوعاتو لپاره فعالیت وکړئ، لکه د طبیعت ساتنه، ټولنیزه همکاري، سپورټ یا د حیواناتو ساتنه...
  • له نورو خلکو سره مرسته وکړئ، لکه د خوړو وېشل، له زړو کسانو سره ملتیا، یا د ماشومانو لپاره د فعالیتونو تنظیمول.

رضاکارانه کار (bénévolat) ډېرې ګټې لري:

  • د ښوونځي او کار لپاره ستاسو د غوښتنلیک دوسیه او سي وي CV پیاوړی کوي
  • په Parcoursup کې د «Mon engagement citoyen» برخې لپاره ارزښت لري
  • تاسو سره مرسته کوي چې خپل راتلونکی مسلک یا د زده‌کړو مسیر ښه وټاکئ.

د بېلګې په توګه، که تاسو په څو ژبو خبرې کوئ او د ژباړونکي (traducteur) له مسلک سره علاقه لرئ، کولی شئ د رضاکارانه ژباړې په یوه پروژه کې برخه واخلئ. په دې ډول به خپل مهارتونه وکاروئ او د دې مسلک په اړه به ښه پوهه ترلاسه کړئ.

یادونه: د رضاکارانه دندې له پای ته رسېدو وروسته، د ګډون تصدیق (attestation de participation) غوښتل مه هېروئ، ځکه دا سند ستاسو د تجربې د ثابتولو لپاره ګټور دی.

  • د نورو رضاکارانو، ستاسو د ښار اوسیدونکو، مسلکي کسانو، او د ټولنې مشرانو سره لیدل.
  • نوي کلمې زده کول، په مختلفو حالاتو کې ښه اړیکه نیول.

څنګه یې وکړو ؟

1. په وېب‌سایټ کې د رضاکارانه دندو لټون وکړئ. دلتهکلیک وکړئ.

ډاډ ترلاسه کړئ چې د «Ouvertes dès 16 ans» (له ۱۶ کلنۍ څخه پرانیستې) انتخاب نښه شوی وي.

تاسو کولی شئ ښار، فعالیت، نېټې او هغه ورځې هم وټاکئ چې پکې وخت لرئ.

2. د دندې د تشریح او معلوماتو پاڼه ولولئ.

3. که دا دنده ستاسو خوښه وي، د «Je propose mon aide» (زه خپله مرسته وړاندې کوم) پر تڼۍ کلیک وکړئ ترڅو له ټولنې (association) سره اړیکه ونیسئ.

4. خپل برېښنالیک (ایمیل) ولیکئ او ټولنې ته پیغام ولېږئ.

5. ستاسو قانوني استازی (مور، پلار، سرپرست او نور) باید خپل موافقه ورکړي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره، اړونده معلوماتي پاڼه وګورئ. دلته کلیک وکړئ.

7 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • Laura de JeVeuxAider.gouv.frایډیټر او کره کتونکی
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • Bayaneد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles