Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د اشخاصو د خدمتونو (services à la personne) مسلکونو لپاره روزنه ترلاسه کول

د .....................سره l'École du Soin

د.........لخوا وړاندیز شوي École du Soin ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 14 jours

دا د اشخاصو د خدمتونو (services à la personne) په برخه کې د 3 میاشتو یوه پیاوړې روزنه ده، ترڅو د ژوند مرستیال (auxiliaire de vie)، په کور کې د مرستې کارکوونکی (aide à domicile) یا د ژوند د ملاتړ مرستیال (assistant de vie) مسلک زده کړئ.

دا هغه مسلکونه دي چې شرکتونه او کار ورکوونکي ورته ډېره اړتیا لري.

تاسو کولی شئ له زړو کسانو، معلولیت لرونکو کسانو یا د ماشومانو لرونکو کورنیو سره کار وکړئ.

دا پروګرام درې پړاوونه لري:

  • د لارښوونې مرکه (entretien d’orientation)، ترڅو ستاسو انګېزه وارزول شي او مسلکي پروژه مو تایید شي
  • د شرکت د موندلو لپاره ملاتړ
  • مسلکي روزنه، ترڅو مسلک او اړین تخنیکي مهارتونه زده کړئ.
مهم معلومات: روزنه وړیا او معاش لرونکې ده. L'École du Soin تاسو سره ستاسو د شخصي روزنې حساب (CPF) یا د فرانس تخوی (د بې کارۍ ګټې) سره د تادیې لپاره د حل لارو موندلو کې مرسته کوي.
روزنه په مارچ، جولای او نومبر کې پیل کیږي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د حفظ الصحې او خوندیتوب قواعد پیژندل
  • په شخصي خدماتو کې مسلکونه سره اشنا کیدل
  • د سم مسلکي برخورد غوره کول: چلند، تخنیکي اشارې ...

  • د دندې موندلو لپاره ملاتړ ترلاسه کول: مرکه او د زده کړې قرارداد لاسلیک کولو کې مرسته
  • په کار کې د اړیکو د ښه کولو لپاره مسلکي رول لوبولو سناریوګانې او ورکشاپونه.

د روزنې په پای کې، تاسو کولی شئ د کورنۍ ژوند مرستیال (ADVF) مسلکي ديپلوم ترلاسه کړئ.

یادونه: دا د ملي کچې دریم ډیپلوم دی چې د دولت لخوا په رسمیت پیژندل شوی.

څنګه یې وکړو ؟

دا فورمه ډکه کړئ او د روزنې لپاره وخت واخلئ.

Lieu d'accueil

L'Etoile Pleyel, 42, Boulevard de la Libération, 93203 Saint-Denis, France

07 45 89 53 67

Chargement de la carte...

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • Cyrilایډیټر او کره کتونکی
  • gitoroد صفحي پورته برخه
  • mimi78د صفحي پورته برخه
  • Aliceد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles