Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د خپلو حقونو په اړه معلومات او په اداري چارو کې ملاتړ ترلاسه کول

د .....................سره Point d’Information, de Médiation et d’Accès aux Droits et Services (PIMADS)

د.........لخوا وړاندیز شوي Association Femme Dans La Cité ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 3 jours

د معلوماتو، منځګړیتوب او حقونو او خدماتو ته د لاسرسي مرکز (PIMADS) له تبعید شوو کسانو سره د دوی په ادارې چارو کې مرسته کوي ترڅو په فرانسه کې مېشت شي او خپلو حقونو ته لاسرسی ومومي.

همدارنګه لاندې مرستې هم ترلاسه کولی شئ:

  • د اداري چارو او اسنادو په ترسره کولو کې مرسته
  • که اړتیا وي، فزیکي ملتیا (لکه د ملاقات یا ادارې ته له تاسو سره تلل)
  • د ادارو سره د اړیکو لپاره منځګړیتوب
  • د اړتیا په صورت کې مناسبو ادارو او خدماتو ته لارښوونه.

دا ملاتړ ستاسو د شخصي وضعیت له مخې تنظیمېږي، په ځانګړي ډول که تاسو د فرانسوي ژبې، ډیجیټلي وسایلو یا اداري چارو په برخه کې ستونزې لرئ.

مهم معلومات: د دې ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره باید:
- نړیوال خوندیتوب ولري: کډوال، فرعي خوندیتوب، بې تابعیته کس
- یا په فرانسه کې د استوګنې جواز سره له پنځو کلونو څخه کم وخت تیر کړی وي
- د اوفي OFII سره مو د CIR (د جمهوريت د ادغام تړون) لاسلیک کړی وي.
دا پروګرام د هغو کسانو لپاره هم پرانیستی دی چې موقتي خوندیتوب لري او د اعتبار وړ موقتي د استوګنې جواز ولري.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

یو واحد مرکز چې ستاسو په ټولو اداري چارو کې مرسته کوي:

  • د استوګنې کارت (carte de séjour) غوښتل یا نوی کول
  • د ټولنیز بیمې او ټولنیزو مرستو حقونو ته لاس رسی (لکه د کاف CAF مرستې)
  • روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی
  • د کور موندل یا د کور د بدلون غوښتنه
  • د ماشومانو لپاره په ښوونځي، کانتین (cantine) او فعالیتونو کې نوم‌لیکنه
  • د مالیاتو (impôts) اعلان او تادیه
  • د بانکي حساب پرانیستل او نورو خدماتو ته لاسرسی
  • د انټرنېټ کارول زده کول
  • د اداري لیکونو او مکتوبونو باندې پوهېدل او ورته ځواب ورکول.

د اړتیا په صورت کې د فزیکي ملاتړ او ساده توضیحاتو سره شخصي مرسته.

  • استقبال یوازې د ملاقات له لارې ترسره کیږي
  • د نورو عامه خدماتو او محلي جوړښتونو سره نښلول.

څنګه یې وکړو ؟

د ملاقات لپاره، 0494066660 ته زنګ ووهئ.

تاسو به د ټولنیز کارمند یا د مهاجرت قانون کې تخصص لرونکي منځګړي سره وګورئ.

Lieu d'accueil

710 Avenue Jean Bartolini, 83500 La Seyne-sur-Mer, France

04 94 06 66 60

fdlc83@gmail.com

Chargement de la carte...

10 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • jamyfdlc83ایډیټر او کره کتونکی
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • gitoroد صفحي پورته برخه
  • mariamد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles