Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د مسلکي ادغام لپاره د فرانسوي ژبې زده کول

د .....................سره Cours de français professionnel niveaux alpha à B1

د.........لخوا وړاندیز شوي Osengo Occitanie Nord ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 2 jours

د فرانسوي ژبې کورسونو او ورکشاپونو سره د روزنې پروګرام:

  • په اسانۍ سره خبرې کول، لوستل او لیکل زده کول
  • د فرانسې ټولنې د فعالیت په اړه پوهیدل: تاریخ، ادارې...
  • د کار نړۍ پيژندل: کوډونه، عادتونه چې درناوی یې وشي...
  • د سیمه ییزو سوداګرۍ او مسلکي جوړښتونو سره اشنا کیدل
  • د کار او ورځني ژوند لپاره آنلاین دندې بشپړول.
یادونه: ستاسو د کچې د ټاکلو او ستاسو د پرمختګ اندازه کولو لپاره دوه ارزونې شتون لري.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د لوستلو، لیکلو، او فونیټکس تمرینونه...
  • په ورځني ډول ښه پوهه او اړیکه
  • د کار او ورځني ژوند اړوند اساسي لغتونه زده کول
  • په مسلکي حالاتو کې د فرانسوي ژبې کارول
  • د A1، A2 یا B1 په کچه د فرانسوي ژبې رسمي تصدیق ترسره کول: د فرانسوي ژبې مهارتونو ازموینه (TCF) یا په فرانسوي ژبه کې د زده کړې ډیپلوم (DELF).

  • د فرانسوي کلتور او د زده‌کړو سیستم پېژندل: ارزښتونه، تابعیت (citoyenneté) او نور
  • خپل حقونه او دندې پېژندل، د مراعت کولو وړ قوانین او په شرکتونو کې د چلند اصول زده کول
  • په فرانسه کې د عامه خدماتو او مسلکي ادارو پېژندنه، لکه: لاپوست La Poste، د موقتي کار موندنې ادارې (agences d’intérim)، بانکونه، او فرانس تخوی France Travail او داسې نور.

  • د CV (کاري ژوندلیک) جوړول؛ د کار مرکې لپاره چمتووالی،د کار اعلانونو (offres d’emploi) ته ځواب ورکول
  • د هغو مسلکونو پېژندل چې ډېر کارکوونکي استخداموي، لکه: لوژستیک، ساختماني کارونه، پاککاري او ساتنه، کرنه او نور
  • له مسلکي کسانو سره لیدنه کول او د شرکتونو څخه لیدنه کول.

  • په انټرنېټ کې د اداري چارو ترسره کول زده کول، لکه د CAF، CPAM او فرانس تخوی France Travail خدمات کارول
  • هغه مهم اسناد پېژندل او ډکول چې په فرانسه کې د ژوند او کار لپاره اړین دي، لکه: بانکي حساب راپور (relevé bancaire)، قرارداد (contrat)، بیل یا فاکتور (facture) او نور.

څنګه یې وکړو ؟

تاسو کولی شئ د یو مسلکي (ټولنیز کارمند، د فرانس تخوی سلاکار، د مشن لوکل د اړیکو کس...) څخه وغواړئ چې تاسو د دې روزنې لپاره ثبت کړي.

تاسو کولی شئ کلیر بولیو سولا (Claire Bouliau Sola) ته بریښنالیک واستوئ: coordo.occitanie@osengo.fr

Lieu d'accueil

15 bis avenue Roger Salengro, 82000 Montauban, France

coordo.occitanie@osengo.fr

Chargement de la carte...

10 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • vanessa-osengoایډیټر او کره کتونکی
  • CaitlinAnglaisد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • mariamد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles