Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

فرانسوي ژبه او ډیجیټلي مهارتونه زده کول، او خپلو حقونو ته لاسرسی ترلاسه کول

د .....................سره Programme Triptik Strasbourg

د.........لخوا وړاندیز شوي Emmaüs Connect , Emmaüs Solidarité Compétences...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 9 jours

دا د 150 ساعتونو روزنیز پروګرام دی چې لاندې موضوعات پکې شامل دي:

  • 75 ساعته د فرانسوي ژبې کورسونه د بهرنیانو لپاره (د A1.1 او A1 کچې زده‌کوونکو لپاره)
  • 75 ساعته د ډیجیټلي مهارتونو کورسونه
  • د حقونو ته د لاسرسي لپاره ډله‌ییز ورکشاپونه (روغتیا، د استوګنې جواز، کور او نور)؛
  • انفرادي ټولنیز او مسلکي ملاتړ.
مهم معلومات: دا روزنه وړیا ده او معاش نه لري.
پناه غوښتونکي او بې اسناده کسان په دې پروګرام کې د ګډون وړ نه دي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د فرانسوي او ډیجیټل یا کمپیوټر زده کړې کورسونه ورته موضوعات پوښي.

د مثال په توګه، د "نقل اوحرکت" موضوع لپاره، تاسو په فرانسوي ژبه د عامه ترانسپورت لغتونه زده کوئ (سټیشن، نښه، ټکټ، لاره...).

یادونه: تاسو د ځانګړو اپلیکیشنونو یا ویب پاڼو په کارولو سره هغه لغتونه بیاکتنه کوئ چې تاسو زده کړي وي.

د پروګرام په پای کې، تاسو به وکولی شئ:

  • په شفاهي او لیکلي ژبه اړیکه ونیسئ
  • یوازې د اداري پروسیجرونو بشپړول
  • خپلو حقونو ته په ډیجیټل ډول لاسرسی ومومئ
  • یو حقیقي مسلکي پلان جوړ کړئ چې ستاسو د وضعیت مناسب وي.

د تریپټیک (Triptik) څخه یو ټولنیز کارکوونکی کولی شي ستاسو سره ستاسو په اداري چارو کې مرسته وکړي: کور، کاف ANEF، CPAM ،CAF، مالیات، خوځښت...

ستاسو د وضعیت او اړتیاو پورې اړه لري، د پروګرام پای ته له رسیدو وروسته، تعقیب د 6 میاشتو لپاره دوام کولی شي.

یادونه: که تاسو دمخه ټولنیز کارکوونکی لرئ، هغه به ستاسو د وضعیت په اړه د بحث لپاره ورسره اړیکه ونیسي.

د پروګرام په جریان کې، د Triptik د مسلکي ادغام مشاوره کولی شي ستاسو سره د لاندې مواردو پر بنسټ مرسته وکړي:

  • ستاسو د زده‌کړو کچه
  • ستاسو د فرانسوي ژبې کچه
  • ستاسو مسلکي پروژه او موخې.

ستاسو د وضعیت او اړتیاوو له مخې، دا ملاتړ او تعقیب د پروګرام له پای ته رسېدو وروسته هم تر 6 میاشتو پورې دوام کولی شي.

یادونه: که تاسو مخکې له مخکې یو مسؤل (référent) یا د کارموندنې مشاور (conseiller emploi) لرئ، نو مشاوره به له هغه سره اړیکه ونیسي ترڅو ستاسو د وضعیت په اړه معلومات تبادله او همغږي وکړي.

څنګه یې وکړو ؟

د نوم لیکنې لپاره، دا فورمه ډکه کړئ.

  • د پروګرام له پیل مخکې د فرانسوي ژبې او ډیجیټلي مهارتونو د کچې ارزونه (ټیسټ) ترسره کېږي
  • په هرو دوو میاشتو کې 20 ځایونه د ګډون لپاره پرانیستل کېږي
  • د روزنې یو مرکز په Strasbourg کې د اورګاډي سټېشن (gare) ته نږدې موقعیت لري
  • په مرکز کې د 6 تر 36 میاشتو ماشومانو لپاره د ماشومانو ساتنه (garde d'enfants) هم شته.
یادونه: که تاسو داسې ماشومان لرئ چې لا تر اوسه ښوونځي ته نه ځي (د 6 او 30 میاشتو ترمنځ)، مهرباني وکړئ د نوم لیکنې لپاره د غوښتنلیک ورکولو پر مهال یې یادونه وکړئ. د معلولیت لرونکو ماشومانو لپاره، مهرباني وکړئ 0140092021 ته زنګ ووهئ.

Lieu d'accueil

19, Rue Kuhn, 67000 Strasbourg, France

Chargement de la carte...

10 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • emmaus connect_triptik_strasbourgایډیټر او کره کتونکی
  • mariamد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • sacha23د صفحي پورته برخه

Liens utiles