Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د کمپیوټر اساسات زده کول او خپله فرانسوي ژبه ښه کول

د .....................سره Formation "Découverte numérique"

د.........لخوا وړاندیز شوي Simplon.co ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 15 jours

د لاندې موخو لپاره د 7 اونیو بشپړ وخت روزنیز کورس (210 ساعته)، ترڅو :

  • د کار موندلو او په انټرنېټ کې د اداري چارو د ترسره کولو لپاره د کمپیوټر او ډیجیټلي وسایلو کارول زده کړئ
  • په شفاهي او لیکلې فرانسوي ژبه کې پرمختګ وکړئ
  • خپله مسلکي پروژه چمتو کړئ.

که تاسو کمپیوټر ونه لرئ، د پروګرام په موده کې تاسو ته د پور په ډول لېپټاپ، موس او چارجر درکول کېدای شي.

د دې روزنې ترسره کولو لپاره تاسو باید لاندې شرایط ولرئ:
- کډوال اوسئ یا په فرانسه کې له پنځو کلونو څخه کم وخت تیر کړی وي
- د فرانس تخوی (France Travail) سره ثبت شوې اوسئ
- لږ تر لږه د فرانسوي ژبې A2 کچه ولرئ.
- د ټولې روزنې په جریان کې هڅول او شتون ولري.

د روزنې پته، نیټې او وختونه ممکن بدلون ومومي؛ تاسو باید د پاڼې په پای کې ویب پاڼه وګورئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • وایفای (wifi) ته لاس رسی
  • د انټرنېټ براوزر کارول
  • د فایلونو او اسنادو تنظیمول
  • دا وړتیا ترلاسه کول چې اداري چارې په انټرنېټ ترسره کړئ (لکه وخت اخیستل، د اسنادو سکین او د ایمیل له لارې لېږل...)
  • آنلاین غونډه تنظیمول او ایمیلونه لېږل
  • په وېبپاڼو او اپلېکېشنونو کې د کار لټون
  • په انټرنېټ کې د شخصي معلوماتو خوندي ساتل.

  • د کمپیوټر لغتونه
  • شفاهي او لیکلي اړیکه ښه کول.

څنګه یې وکړو ؟

۱. دا فورمه دلته ډکه کړئ

۲. د برېښنالیک له لارې د غوښتنلیک فورمه ترلاسه کړئ

۳. د غوښتنلیک یا نوم لیکنې دوسیه ډک کړئ او واستوئ.

یادونه: د روزنې وړاندې کول: ډیجیټل ټکنالوژۍ زده کول، کډوال  Découverte numérique, Refugeeks.

که کومه پوښتنه لرئ نو برېښنالیک واستوئ: contact-idf@simplon.co

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • simplon.coایډیټر او کره کتونکی
  • mbmlد صفحي پورته برخه
  • viickyborroد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • timsayد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • nikolد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • pissenlit17د صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles