Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د کار موندلو لپاره فرانسوي ژبه زده کړئ

د .....................سره Français pour l'Autonomie et l'Emploi - Les métiers de la propreté

د.........لخوا وړاندیز شوي DéFiforma ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 4 jours

د لاندې مخو لپاره د دریو میاشتو روزنه :

  • په فرانسوي ژبه کې پرمختګ کول
  • د کار او ورځني ژوند د لغتونو زده کول
  • د فرانسې ټولنې درک کول
  • د ښه ادغام او د فرانسې تابعیت ته لاسرسی
  • د مسلکي پروژې جوړول او د پاکارۍ برخې مسلکونو پيژندل.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • خبرې کول، لوستل او لیکل زده کول
  • په فرانسه کې د کار، اداري چارو، ملاقاتونو او ژوند اړوند ګټورې کلمې زده کول
  • په ورځني ژوند کې د نورو خلکو سره ښه پوهیدل او اړیکه نیول.

  • د فرانسوي قوانینو او کلتور زده کول
  • د اداري چارو ترسره کول زده کول او مرسته کیدل: اسناد، کارت ویتال ...
  • خپلواک کیدل او په ځان باور ترلاسه کول.

  • خپل مهارتونه او هڅونې په ښه توګه درک کول
  • د مسلک پلان جوړول او د خپل وضعیت سره سم د کار موندل
  • استخدام کونکو ته ځان معرفي کول زده کول.

  • روزنه ستاسو د کچې او اړتیاو سره سم ترتیب شوي
  • د خپل سرعت سره سم زده کړه کول او انفرادي ملاتړ ترلاسه کول.
یادونه: دا کورسونه د اوفي OFII د CIR (د جمهوریت د ادغام تړون) د فرانسوي ژبې روزنې بشپړوي.

  • د پاکارۍ دندې لغتونو زده کول
  • د خوندیتوب لارښوونو او کاري اسنادو پیژندل
  • له خپل مشر، همکارانو سره په اسانۍ سره اړیکه نیول...
  • ژر تر ژره یوه دایمي دنده موندل او هغه ساتل.

  • د شرکتونو لیدنه او د دوی د کار کولو څرنګوالي پوهیدل
  • د کارګمارونکو او لنډمهاله کارموندنې ادارو سره غونډې: د مسلکونو وړاندې کول، د دندې وړاندیزونه…

دا یو فرصت دی چې خپله سي وي CV وسپارئ او له یوې کمپنۍ سره لومړنۍ اړیکه ونیسئ.

یادونه: د لنډمهاله کارموندنې اداره د موقتي دندو موندلو کې مرسته کوي.

څنګه یې وکړو ؟

د دې روزنې ترسره کولو لپاره له یو مسلکي کس (ټولنیز کارمند، د کارموندنې سلاکار، IDEIS ، ADDSEA ، Coallia (AGIR پروګرام)) څخه پوښتنه وکړئ یا مستقیم DéFiforma سره اړیکه ونیسئ:

  • د تلیفون له لارې: 0757589190
  • د برېښنالیک له لارې: defiforma@ensemlier-defi.fr
  • د ټولنې دفتر پته :
  • 5 Avenue de l'Europe - 25400 Arbouans

Lieu d'accueil

5, Avenue de l'Europe, 25400 Arbouans, France

07 57 58 91 90

defiforma@ensemblier-defi.fr

Chargement de la carte...

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • défiformaایډیټر او کره کتونکی
  • gitoroد صفحي پورته برخه
  • rama anzouد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles