Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

یو شرکت یا اتحادیه جوړه او پراختیا ورکړئ

د .....................سره Programme Tempo

د.........لخوا وړاندیز شوي La Ruche Développement ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 15 jours

د شرکت یا اتحادیې د جوړولو لپاره د 9 میاشتو پروګرام:

  • په فرانسه کې د سوداګرۍ سکتور په اړه معلومات ترلاسه کول
  • د غور، تنظیم او پراختیا لپاره ملاتړ
  • د مسلکي کسانو، شرکتونو مدیرانو، یا د ټولنو مشرانو لخوا مشورې
  • غونډې، پیښې
  • د انټرنیټ یو پلیټ فارم له لارې معلومات ترلاسه کول
  • په مونټروی، سینټ ډینس یا پاریس کې د کار ځای.

په میاشت کې 1 یا 2 ملاقاتونه ترسره کیږي، تاسو کولی شئ پدې پروګرام کې برخه واخلئ که تاسو بل فعالیت لرئ (تعلیم کول، نیم وخت یا بشپړ وخت کار).

مهمه یادونه: په دې پروګرام کې د ګډون لپاره، تاسو باید:
- د کډوالۍ حیثیت، یا د بې تابعیته کس حیثیت، یا د فرعي یا لنډمهاله محافظت ګټه اخیستونکی وی
- یا د شپږو میاشتو څخه زیات مودې راهیسې د پناه غوښتونکی اوسئ
- لږ تر لږه د فرانسوي ژبې A2 کچه ولری
- د سوداګرۍ یا ټولنې پروژه ولرئ
- د 9 میاشتو لپاره په میاشت کې لږ تر لږه یوه ورځ شتون ولرئ او هڅول شوی اوسئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • هره میاشت یو ورکشاپ په یوه کوچنۍ ډله کې د خپلې پروژې د جوړولو، تمویل او بازار موندنې لپاره
  • په میاشت کې یو ځل د یو ټاکل شوي تماس کس سره د مشورې ترلاسه کولو او پوښتنو کولو لپاره غونډه ترسره کول
  • د تجربه لرونکو مسلکي کسانو او متشبثینو سره اړیکې
  • آنلاین ویډیوګانې او اسناد.

  • د 30 جلاوطنو خلکو له ډلې سره یوځای شئ چې د سوداګرۍ یا اتحادیې پروژې لري
  • مناسب فرصتونه ترلاسه کړئ
  • خپل نظر د څو کسانو په وړاندې وړاندې کړئ
  • په فرانسوي ژبه په اسانۍ سره خبرې وکړئ (او که اړتیا وي په انګلیسي ژبه)
  • په ځان باور ترلاسه کړئ.

  • د ارواپوه څخه د رواني ملاتړ ترلاسه کولو امکان
  • د روزونکي سره د لیدو فرصت
  • د فرانسوي ژبې د کورسونو موندلو امکان...

څنګه یې وکړو ؟

په پروګرام کې د ګډون لپاره، تاسو باید:

1. دلته په دې فورمه کې پوښتنو ته ځواب ورکړئ (لاندې ښیې خوا ته "پیل کول")

2. د لومړۍ غونډې د تنظیمولو دمخه د ځواب انتظار وکړئ.

  • د برېښنالیک له لارې: tempo@la-ruche.net
  • د تلیفون له لارې: 0756851119

Lieu d'accueil

4, Rue du Guignier, Quartier de Belleville, Paris 20e Arrondissement, Paris, Île-de-France, France métropolitaine, 75020, France

07 56 85 11 19

tempo@la-ruche.net

Chargement de la carte...

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • la ruche - programme tempoایډیټر او کره کتونکی
  • charifeh aldabaghد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • gitoroد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles