Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

طبیعي ځایونو په ساتنه کې کار کول

د .....................سره Association L’Éclaircie

د.........لخوا وړاندیز شوي Association L’Éclaircie ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a un jour

د نارینه وو او ښځو لپاره د طبیعي ځایونو په برخه کې د ادغام په پروژه کې د کار کولو فرصت.

تاسو به لاندې مهارتونه زده کړئ:

  • د شاخونو پریکولو وسایلو کارول (د څنډې پرې کولو ماشین، د وښو پریکولو ماشین، اره، او نور)
  • د ونو د څانګو اداره کول، لرګیو یا ونو ته ابو ورکول
  • د کار په ځای کې د تجهیزاتو نصب او ساتنه
  • د برشونو پاکول، په لاسي ډول کټ کول، د پیدل تګ لارې پرانیستل او پراختیا، اره کشي کول او لرګیو پریکول یا اره کول، د سیندونو او نورو طبیعي سیمو ساتنه.

د قرارداد په ټوله موده کې، تاسو به شخصي مسلکي ملاتړ ترلاسه کړئ په شمول د:

  • ستاسو په اداري پروسیجرونو کې مرسته (کور، روغتیا، ترانسپورت، او نور)
  • د شرکتونو د موندلو، ستاج کولو او روزنیزو کورسونو د ترسره کولو فرصت.
  • ډله ییز ورکشاپونه (د معلوماتي ټکنالوژۍ، مدیریت، خوځښت، د مسلک پلان جوړونه...).
مهمه یادونه: د دې ادغام پروژې د ترسره کولو لپاره، تاسو باید د فرانس تخوی سره راجستر شوي یاست او د RSA (فعال پیوستون عاید) ګټه اخیستونکی اوسئ.
وړاندیز شوی قرارداد د څلورو میاشتو لپاره د ثابتې مودې ادغام قرارداد (CDDI) دی، چې نیم وخت (28 ساعته/اونۍ) دی، چې تر اعظمي حد تر 2 کلونو پورې د نوي کیدو وړ دی.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • په اونۍ کې د 28 ساعتونو کاري قرارداد
  • معاش د ساعت په اساس د لږ تر لږه معاش (سمک) پر بنسټ ورکول کیږي
  • د دوشنبې څخه تر جمعې پورې کار: د سهار له 8:30 بجو څخه تر 12:30 بجو پورې / د ماسپښین له 1:15 بجو څخه تر5:15 بجو پورې،
  • د پنجشنبې په ورځ یوازي د سهار لخوا کار کوئ.

  • د شاخه برۍ یا ونو ښاخونو پریکولو، ماشینونو پاکولو، د ونو پرې کولو او طبیعي سیمو ساتلو تخنیکونه زده کول.
  • د مسلکي تجهیزاتو کارولو زده کول
  • مسلکي لغتونه زده کول
  • په یو ګروپ کې کار کول زده کول.

  • د خپل شخصي او مسلکي وضعیت ارزونه ترسره کول
  • خپل مهارتونه پیژندل، خپل قوتونه او کمزورۍ پيژندل
  • د خپل مسلک پلان جوړول: د شرکتونو لیدنه، ستاجونه...
  • په ورکشاپونو کې ګډون کول: د دندې لټون تخنیکونه، ډیجیټل مهارتونه...
  • د خپل قرارداد په پای کې د نوي دندې موندلو لپاره خپلې تجربې او مهارتونو ته وده ورکول.

  • د ورځنيو کلمو او اصطلاحاتو پوهیدل او کارول
  • مسلکي لغتونه زده کول
  • ځان معرفي کول او ساده خبرې اترې زده کول
  • د فرانسې ټولنې او د هغې د کار کولو په څرنګوالي پوهیدل.

څنګه یې وکړو ؟

ستاسو ټولنیز کارکوونکی، ستاسو د فرانس تخوی سلاکار، ستاسو د ماموریت ځایي مسؤول کس، ستاسو د PLIE (د ادغام او کارموندنې لپاره سیمه ایز پروګرام) مسلکي ادغام سلاکار، ستاسو د Cap emploi (معلولیت لرونکي خلک) اړوند مسؤول کس باید د شمولیت پلیټ فارم سره وصل شي.

تاسو کولی شئ د L'Éclaircie ټولنې ته په لاندې پته راشئ او خپله سي وي CV او خپل د ایغیسا RSA سند موږ ته وسپارئ:


24 rue de la Hollande - 49300 Cholet

Lieu d'accueil

24, Rue de la Hollande, 49300 Cholet, Maine-et-Loire, Pays de la Loire, France métropolitaine, France

02 41 75 94 81

Chargement de la carte...

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • aci l'eclaircieایډیټر او کره کتونکی
  • gitoroد صفحي پورته برخه
  • mspد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • taghridد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • clarisse26د صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • unknownد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles