Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د یو ډاکټر سره وګورئ او درملنه ترلاسه کړئ

د .....................سره Permanence santé à Arras

د.........لخوا وړاندیز شوي La Croix-Rouge ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 3 jours

د لویانو او ماشومانو لپاره روغتیایی خدمتونه:

  • د ډاکټر او نرس د لیدلو امکان
  • په اداري چارو کې ملاتړ.

که تاسو د درملنې په ترلاسه کولو کې ستونزې لرئ، په اونۍ کې یو ځل، روغتیایی متخصصین او رضاکاران ستاسو په خدمت کې شتون لري.

د خدماتو د ترلاسه کولو وختونه:
- هره شنبه سهار له 10 بجو څخه تر 12 بجو پورې
- پرته له ملاقات څخه
- د هر عمر خلکو ته (ماشومان باید د مور او یا پلار سره یو ځای راشي)
- پرته له شرایطو (د AME یا کارت ویتال پرته د مرستی ترلاسه کولو امکان).

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • له ډاکټر سره کتل او طبي مشوره ترلاسه کول : خپله روغتیايي ستونزه تشریح کول، د درملو لپاره نسخه ترلاسه کول
  • که اړتیا وي، متخصص ډاکټر یا د روغتون بیړنۍ څانګې ته راجع کول.

  • درمل
  • پانسمان
  • مشوره
  • معاینات
  • واکسینونه...

  • د کاغذ کار بشپړولو او د دولتي طبي مرستې (AME)، د روغتیا بیمې کارت، د بشپړونکي پیوستون روغتیا بیمې (CSS) ترلاسه کولو کې مرسته...
  • محرم معلومات او انفرادي مشوره چې ستاسو د وضعیت سره سم جوړه شوې ده.

څنګه یې وکړو ؟

  • پته: 17rue du Général Barbot، 62000 Arras
  • کاري وختونه: د شنبې په ورځ د سهار له 10 بجو څخه تر 12 بجو پورې.

Lieu d'accueil

17 rue du Général Barbot, 62000 Arras

0321212510

arras@croix-rouge.fr

Chargement de la carte...

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • cuaایډیټر او کره کتونکی
  • gitoroد صفحي پورته برخه
  • charifeh aldabaghد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles