Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د کار موندلو لپاره فرانسوي ژبه زده کړئ

د .....................سره Ateliers sociolinguistiques : insertion professionnelle, numérique, code de la route

د.........لخوا وړاندیز شوي Passerelles Vers l'Emploi ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 7 jours

د 3 میاشتو ورکشاپونه د دې لپاره دي چې:

  • فرانسوي ژبه زده کړئ؛
  • د کار له نړۍ سره ښه اشنا شئ؛
  • خپله مسلکي پروژه جوړه کړئ: د کار یا روزنې پیدا کول؛
  • د کار لټون لپاره اړین وسایل چمتو کړئ او خپل کاري او تعلیمي سابقه په ښه ډول وړاندې کړئ؛
  • په ورځني او مسلکي ژوند کې ګټور اسناد، کتابونه او نور مواد وکاروئ؛
  • په فرانسوي ټولنه کې خپل ادغام لا ښه کړئ.
د ګډون لپاره، تاسو باید: - نړیوال خوندیتوب ولرئ: کډوال، فرعي خوندیتوب، بې تابعیته کس - یا په فرانسه کې د استوګنې جواز سره له پنځو کلونو څخه کم وخت تیر کړی وي - په OFII کې د CIR (د جمهوري ادغام تړون) لاسلیک کړی وي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • مسلکي لغتونه زده کول
  • شفاهي او لیکلي اړیکه ښه کول
  • د ورځنيو کلمو او اصطلاحاتو، مسلکي لغتونو، او د ترافیکي قوانینو کوډ زده کول او کارول
  • د فریلو پلیټفارم وکاروئ کوم چې تاسو ته اجازه درکوي د A2 کچې سند ترلاسه کړئ.

  • هغه مسلکونه او کاري برخې وپېژنئ چې نوې خلک په کار ګماري.
  • په فرانسه کې د کار د نړۍ دودونه او اصول، خپل حقونه او دندې وپېژنئ او مسلکي چلند غوره کړئ.

  • د روزنې یا کار لټون لپاره چمتووالی: د کمپیوټر کارول، په انټرنېټي وېبپاڼو کې د معلوماتو موندل او نور.
  • د مسلکي ادغام له ادارو او مرکزونو سره اشنا کېدل.
  • شرکتونه او کارورکوونکي پېژندل او له هغوی سره اړیکه نیول.
  • خپلو مسلکي مهارتونو ته وده ورکول او په ښه ډول یې وړاندې کول (د کار په چاپېریال کې د لنډې مودې عملي تجربې/مسلکي immersion له لارې).

  • د ترافیکي قوانینو کوډ لغتونه زده کول
  • د نقل او حرکت لپاره د ترافیکي قوانینو زده کول.

څنګه یې وکړو ؟

  • د تلیفون له لارې: 0233581010
  • د برېښنالیک له لارې: centredeformation.passerelles@gmail.com
  • د روزنیز مرکز ادرس:
  • 67 rue du commandant Bindel - 50300 Avranches

Lieu d'accueil

67, rue du Commandant Bindel - 50300 Avranches

02 33 58 10 10

centredeformation.passerelles@gmail.com

Chargement de la carte...

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • passerellesaslایډیټر او کره کتونکی
  • mariamد صفحي پورته برخه
  • gitoroد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه

Liens utiles