Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مسلکي ملاتړ ترلاسه کول او کار کول

د .....................سره Association PARTAGE

د.........لخوا وړاندیز شوي Association PARTAGE ...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 місяці тому

دا ستاسو د مسلکي پروژې د جوړولو لپاره ملاتړ دی، ولې ستاسو د پروژې سره سم د کار کولو ماموریتونه هم ترسره کوی.

موخې:

  • مسلکي برخورد او معیارونه زده کول
  • دنده یا روزنه موندل
یادونه: د دې ملاتړ ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید:
- د کار کولو لپاره هڅول
- شتون ولری
- د ماموریت یا فعالیت ځای ته په خپلواکه توګه د تګ وړتیا لرل
- په ښه توګه په فرانسوي ژبه پوهیدل او خبرې کول
- په مسلکي کار کې دخیل کیدو لیوالتیا لرل (که دا د دندې لټون له لارې وي یا د نوي روزنې ترسره کولو ته د معرفي کیدو له لارې)
مهمه یادونه: د ملاتړ موده: یو کال، یو ځل د نوي کیدو وړ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • منظمې انفرادي مرکې
  • د بېلا بیلو موضوعاتو په اړه ډله ایزو ورکشاپونه
  • د دندې لټون تخنیکونو کې ملاتړ...

تاسو کولای شئ لاندې کاري ماموریتونه ولری:

  • د شرکتونو، اشخاصو، سیمه ایزو سازمانونو، ټولنو سره کار کول
  • د موقتي ماموریتونو او یا منظمو دندو لرل
  • د کارمند د مهارتونو او یا مسلکي پروژې سره سم دندې

د هر شخص د پروژې سره سم کاري ماموریتونه:

  • ساتنه یا پاکول (کور، ځای)
  • له اشخاصو سره په کورنو کې مرسته
  • د جامو اوتو کول
  • د توکو یا محصولاتو انتقال
  • د خلکو سره په کډه وړلو یا سمان انتقالولو کې مرسته
  • باغداري / شنه ځایونه
  • رنګمالي
  • پلاکوپلاټر (په ودانیو کې د پلستر لګول)
  • د باغداري کوچنې کوچنې ماموریتونه
  • د خټګر واړه واړه کارونه
  • د لوښو پریمنځل

عملي ورکشاپونه وړاندېز کیږي:

  • اجباري ورکشاپونه: روغتیا او خوندیتوب، د خدماتو کیفیت.
  • د مهارتونو د پراختیا ورکشاپونه: پاکول، د جامو اوتو کول، بریکولاج او داسې نور.
  • د مسلک موندنې ورکشاپونه: شخصي خدمتونه، له خلکو سره په کورونو کې مرسته او نور.
  • د بېلا بېلو موضوعاتو ورکشاپونه: بودیجه، لارښوونه، کور، د کار لټون، او داسې نور.

څنګه یې وکړو ؟

خپله سي وي CV په مستقیم ډول موږ ته په لاندې پته رواړئ:

15 rue des maillets، 72 000 Le Mans

یادونه: تاسو ته به د معلوماتو غونډې ته بلنه درکړل شي ترڅو زموږ د برنامې په اړه تاسو ته معلومات درکړل شي.

د مرکې وروسته، موږ به تاسو ته چټک ځواب درکړو ترڅو وګورو چې ایا موږ ستاسو په مسلکي سفر کې ستاسو د ملاتړ لپاره مناسب یو.

تاسو کولی شئ موږ ته د تلیفون له لارې په دې شمیره زنګ ووهئ. 0243248081

زموږ ټلیفوني خدمات د سهار له 8:30 بجو څخه تر 12:30 بجو پورې او د ماسپښین له 2 بجو څخه تر 5 بجو پورې خلاص وي.

تاسو کولی شئ د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره له موږ سره د بریښنالیک له لارې هم اړیکه ونیسئ: info@partage72.fr

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • quentin-partageایډیټر او کره کتونکی
  • blaise93د صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • nouد صفحي پورته برخه
  • gitoroد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles