Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

ستاسو رواني روغتیا ته پاملرنه او ملاتړ

د .....................سره ASMEDAR (accompagnement en santé mentale des demandeurs d'asile et réfugiés)

د.........لخوا وړاندیز شوي France Terre d'Asile ...میاشي کیږي چې نوي شوي 7 місяців тому

دا د هغو جلاوطنو کسانو لپاره د لاندې خدماتو سره د متخصصینو ډاکټرانو سره چې په روانې ستونزو کې تخصص لري د ناستو امکانات برابروي چې دوی د جلاوطنۍ پرمهال تجربه کړې وي:

  • له ارواپوهانو سره پرته له قضاوت خبرې اترې کول
  • د خپل سفر، فرانسې ته د خپل راتګ په اړه خبرې کول
  • خپل احساسات څرګند ول، پوښتنې کول
  • ستاسو په ادغام کې ملاتړ کیدل او حل لارې موندل.
مهمه یادونه: دا د هرچا لپاره د لاس رسي وړ او هرڅه وړیا دي. تاسو په یوه ارامه او محرم ځای کې تبادله کوئ. ارواپوهان ستاسو معلومات له نورو خلکو سره نه شریکوي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د هرڅه په اړه د خبرو کولو وړتیا: غوسه، اندیښنه، یوازیتوب، د خوب کولو ستونزه، د اشتها له لاسه ورکول...
  • انفرادي مشورې ترلاسه کول.
یادونه: که تاسو په فرانسوي ژبه ښې خبرې نه شئ کولای، نو تاسو کولی شئ په خپله ژبه کې د مسلکي ژباړونکي مرسته هم ترلاسه کړئ، ترڅو که اړتیا وي نو تاسو ځان پوه کړئ. ژباړونکی به وکولی شي هغه څه چې تاسو یې ویل غواړئ د ډاکټر سره د کتنو په جریان کې وژباړي.

  • ځان پوهول او ستاسو اړتیاو سره سم ملاتړ ترلاسه کول.
  • د حل لارې پیدا کول او ملاتړ ترلاسه کول.

  • د خپلو احساساتو درک کول: ویره، غم، غوسه، اندیښنه...
  • د نورو په وړاندې ښه اړیکه نیول او په اسانۍ سره اړیکه نیول زده کول.

  • له نورو جلاوطنو سره کتل او خپلې تجربې شریکول.
  • د آرامۍ احساس کول او خپلې ستونزې په بل ډول بیانول.

  • ښه احساس کول او نور یوازې نه پاته کیدل.
  • د ښه ادغام لپاره د نویو معیارونو جوړول.

څنګه یې وکړو ؟

که تاسو د ټولنیز کارمند لخوا تعقیب کیږئ یا د استوګنې په جوړښت (CPH، CADA، HUDA، او نور) کې ځای پر ځای شوي یاست، نو تاسو باید له هغه مسلکي څخه وغواړئ چې ستاسو ملاتړ کوي ترڅو موږ سره اړیکه ونیسي ترڅو د ملاقات وخت ونیسي یا secretariatpsytoulon@france-terre-asile.org ته بریښنالیک واستوئ.

که تاسو یوازې یاست او یوازې ژوند کوئ، نو د ملاقات لپاره 0699149496 ته زنګ ووهئ یا secretariatpsytoulon@france-terre-asile.org ته بریښنالیک واستوئ.

یادونه: تاسو کولی شئ له یو ملګري یا رضاکار څخه هم وغواړئ چې ستاسو لپاره موږ سره اړیکه ونیسي.

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • asmedarایډیټر او کره کتونکی
  • veronicasiد صفحي پورته برخه
  • nour alhindiد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • anasschد صفحي پورته برخه
  • nikola12د صفحي پورته برخه

Liens utiles