مهم معلومات
د .....................سره Tremplin linguistique vers l'emploi niveau B1

په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
دا چېرته دی ؟
فرانسوي زده کول او مسلکي ملاتړ ترلاسه کول
دا څه دي ؟
ستاسو په مسلکې ادغام کې د بریالي کیدو لپاره ستاسې د کچې سره سم د فرانسوي ژبې کورسونه او ډلیز ورکشاپونه.
دا 360 ساعته روزنیزه دوره د کډوالو میرمنو، د فرعي محافظت ګټه اخیستونکو یا بې تابعیته اشخاصو لپاره خلاص ده.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، هغو میرمنو ته لومړیتوب ورکول کیږي چې په فرانسه کې د استوګنې جواز سره له پنځو کلونو څخه کم وخت راهیسي اوسیږي او هغه چې ماشومان لري یا یوازې خپل ماشومان لویوي.
د روزنې وختونه : دوشنبه، سه شنبه، پنجشنبه، جمعه د ماسپښین له 1 بجې څخه تر 4 بجو پورې.
روزنه په دریو مدلونو کې تنظیم شوې ده :
- فرانسوي د بهرنۍ ژبې په توګه: د کومیډینانو یا اداکارانو سره په شفاهي توګه کار کول، په خپلواکه توګه زده کړه کول، د DELF B1 ازموینه چمتو کول او ترسره کول
- په فرانسه کې د کار په اړه څیړنه او معلومات: حقونو ته لاسرسی، د مسلکي پروژې جوړول، په ځان باور ښه کول، ستاسو د ډیپلومونو په رسمیت پیژندل ... او نوي مهارتونو ته وده ورکول یا رامینځته کول: ډیجیټل ټیکنالوجۍ، د دندې لټون تخنیکونه ...
- د نارینه او ښځینه وو ترمنځ تعامل او مساوات.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
روزنه د مختلفو ډیپلومونو او وړتیاو لرونکو مسلکي کسانو لخوا ورکول کیږي:
- په FLE کې روزونکی (فرانسوي د بهرنۍ ژبې په توګه)
- کومیډینان یا اداکاران (نارینه یا ښځینه)
- د موزیم مسلکې کارکونکي (نارینه یا ښځینه)
- د مسلکي ادغام مشاورین.
تاسو کولی شئ د نورو میرمنو سره خبرې وکړئ ترڅو د دندې موندلو یا روزنې په برخه کې خپلې ستونزې تشریح کړئ او یو بل سره مرسته وکړئ.
- د هنر یو کار په څو کلمو کې تشریح کول
- په ځان باور بیرته ترلاسه کولو لپاره د هنر کارول.
تاسو د لاندې موخو لپاره ددې فرصت لرئ چې د کومیډینانو یا اداکارانو سره د تیاتر تمرینونه وکړئ ترڅو:
- خپله فرانسوي ژبه ښه کړئ
- په ښه توګه اړیکه ونیسئ او په اسانۍ سره ادغام کیدل زده کړئ.
تاسو به لاندې مهارتونه زده کړئ:
- د یوې سي وي CV جوړول او د لټون لپاره تمرینونه ترسره کول
- خپله تجربه ښه کول
- د مرکې لپاره چمتووالی نیول.
څنګه یې وکړو ؟
دا فورمه ډکه کړئ او موږ سره د لاندې بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ: contact@ecolemoniqueapple.com
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
11 مرسته کونکي فعالیت کوي