مهم معلومات
د .....................سره Tremplin linguistique vers l'emploi niveau A2

په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
دا چېرته دی ؟
فرانسوي ژبه زده کول او مسلکي ملاتړ ترلاسه کول
دا څه دي ؟
په مسلکي ادغام کې د بریالي کیدو لپاره ستاسې د وضعیت سره سم د فرانسوي ژبې کورسونه او ډلیز ورکشاپونه.
دا 360 ساعته روزنیز کورس د کډوالو میرمنو، د فرعي محافظت ګټه اخیستونکو یا بې تابعیته اشخاصو لپاره خلاص دی.
د روزنې وختونه : په اونۍ کې 20 ساعته روزنه چې په څلورو ورځو کې ترسره کیږي : دوشنبه، سه شنبه، پنجشنبه او جمعه د سهار له 9:30 بجو څخه تر 3:30 بجو پورې.
روزنه په دریو ماډلونو کې تنظیم شوې ده :
- فرانسوي د بهرنۍ ژبې په توګه: د ښځینه اداکارانو یا کومیډینانو سره په شفاهي ډول فرانسوي خبرې کول، د DELF A2 ازموینې لپاره چمتووالی او ترسره کول
- په فرانسه کې د کار په اړه څپړنه، معلومات او د نورو زده کړو امکانات: د روزنو، د فرانس تخوی او سیمه ایز ماموریت پیژندل، د دندې لټون تخنیکونه، ډیجیټل ټیکنالوجۍ زده کول
- د هنر له لارې ادغام: د پاریس ښار د Ateliers Beaux-Arts او کلتوري تاسیساتو څخه د هنرمندانو او ښوونکو سره هنري ورکشاپونه.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
روزنه د مختلفو ډیپلومونو او وړتیاو لرونکو مسلکي کسانو لخوا ورکول کیږي:
- په FLE کې روزونکی (فرانسوي د بهرنۍ ژبې په توګه)
- کومیډین یا اداکاران (نارینه او ښځینه)
- د موزیم کانفرانس ورکوونکي (نارینه او ښځینه)
- د مسلکي ادغام مشاورین.
تاسو کولی شئ د نورو میرمنو سره خبرې وکړئ ترڅو د دندې موندلو یا روزنې په برخه کې خپلې ستونزې تشریح کړئ او یو بل سره مرسته وکړئ.
- د هنر یو کار په څو کلمو سره تشریح کول
- په ځان باور بیرته ترلاسه کولو لپاره د هنر کارول.
تاسو به ددې فرصت ولرئ چې د لوبغاړو سره د تیاتر تمرینونه وکړئ ترڅو:
- خپله فرانسوي ژبه ښه کړئ
- ښه اړیکه ونیسئ او په اسانۍ سره ځان ادغام کړئ.
تاسو به لاندې مهارتونه زده کړئ :
- د سي وي CV جوړول او د لټون زده کولو لپاره تمرینونو ترسره کول،
- خپلې تجربې ته وده ورکول
- د مرکې لپاره چمتووالی نیول.
څنګه یې وکړو ؟
دا فورمه ډکه کړئ او موږ سره په لاندې بریښنالیک اړیکه ونیسئ: contact@ecolemoniqueapple.com
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
10 مرسته کونکي فعالیت کوي