Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د فحشا څخه د وتلو لپاره ملاتړ ترلاسه کول

د .....................سره Solenciel

د.........لخوا وړاندیز شوي Solenciel ...میاشي کیږي چې نوي شوي 10 місяців тому

دا د فحشا قربانیانو سره د مرستې لپاره یو دوه کلن پروګرام دی چې غواړي خپل ژوند بیا ورغوي او په ټولنه کې ځای ومومي، پروګرام لاندې خدمات وړاندې کوي:

  • په اداري پروسیجرونو یا کړنلارو کې انفرادي مرسته (اسناد، کور، او نور)
  • رواني ملاتړ
  • د فرانسوي ژبې کورسونه
  • د پاک کارۍ په سیکتور یا ریستورانت په برخه کې د کار کولو امکان.
مهمه یادونه: دا پروګرام په ځانګړي ډول د هغو ښځو لپاره تنظیم شوی چې د فحشا، انساني قاچاق او جنسي استحصال قرباني دي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د ماشوم پالنې یا ساتنې ځایونو موندل
  • د استوګنې ځای یا کور موندلو کې مرسته
  • رواني او فزیکي روغتیا
  • اداري پروسیجرونه یا کړنلارې (پناه، د استوګنې جواز، کارت ویتال، او نور)
  • د سي وي CV لیکلو او د دندې مرکې ته د چمتووالي لپاره لارښوونې
  • د مسلکي پروژې جوړول
  • د مسلک موندلو لپاره ستاجونه.

  • د دایمي کار قرارداد (CDI) یا د ثابتې مودې ادغام قرارداد (CDDI) چې په اونۍ کې 24 کاري ساعته وي
  • د پاک کاري سکتور: د هوټلونو خونو او د سیلانیانو د استوګنې ځایونه پاکول
  • د ډله ایزو خوړو سکتور: په ښوونځي یا شرکت کانټینونو کې د خواړو چمتو کول او خدمت کول
  • هغه مسلکونه زده کول چې شرکتونه یې په لټه کې دي او د کار فرصت پکې شتون لري
  • نوي مهارتونه زده کول
  • په ټیم کې د کار کول زده کول.

  • د کاري ساعتونو په جریان کې په اونۍ کې 6 ساعته د فرانسوي ژبې زده کړې کورسونه
  • مسلکي او ورځني لغتونه زده کول
  • په ټولو حالاتو کې ښه پوهیدل او اړیکه نیول زده کول.

څنګه یې وکړو ؟

دا فورمه په ویبپاڼه کې په لاندې ډول ډکه کړئ :
- ستاسو نوم او تخلص
- ستاسو برېښنالیک یا د تلیفون شمیره
- ستاسو د وضعیت په اړه معلومات.

د سولنسیل (Solenciel) ټولنه د فرانسې په پنځو ښارونو کې شتون لري:

  • نانټر (Nanterre)، په ایل دی فرانسه کې
  • لیون (Lyon)
  • ګرینوبل (Grenoble)
  • تولوز (Toulouse)
  • نانټیس (Nantes)

د ټولو دفترونو پتې په لاندې نقشه کې دي.

Lieu d'accueil

6 Rue Barginet, 38000 Grenoble, France

70 Rue Rachais, 69007 Lyon, France

55 boulevard Emile Zola, 92000 Nanterre, France

53 Rue de la Pomme, 31000 Toulouse, France

16 Rue Marceau, 44000 Nantes, France

Chargement de la carte...

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • solencielایډیټر او کره کتونکی
  • aidlukerد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • nour alhindiد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • igornrgد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles