Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

فرانسوي ژبه زده کول او ازموینه ترسره کول

د .....................سره Plateforme d'intégration FLE / FLI

د.........لخوا وړاندیز شوي Institut de formations interprofessionnel Allier (IFI 03) , France Travail, Préfet de l'Allier, France Education International, E2C Allier...میاشي کیږي چې نوي شوي 4 дні тому

د فرانسوي ژبې زده کړې لپاره هراړخیز ملاتړ :

  • ستاسو د فرانسوي ژبې کچې ارزونه
  • د ژبې د زده کړې د حل لارو، تاسو ته نږدې روزنو او ډیپلومونو په اړه معلومات او ملاتړ
  • لارښوونې چې د چا سره اړیکه ونیسئ او چیرته نوم لیکنه وکړئ
  • د سواد زده کړې، A1، A2 او B1 کچو لپاره د فرانسوي ژبې کورسونه
  • د TCF، DELF او DILF ازموینو ترسره کولو لپاره د ازموینې مرکز.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • په اونۍ کې دوه ځله 3 ساعته زده کړې
  • د ورځني ژوند لغتونه زده کول
  • په ټولو حالاتو کې په شفاهي او لیکلي ډول ښه اړیکه نیول.

  • تاسو ته معلومات او مشورې درکول، تر څو معلومه کړو چې ستاسو د وضعیت او پروژې لپاره کومه ازموینه غوره ده
  • د میتود د زده کړې لپاره چمتووالی
  • د DILF (په فرانسوي ژبه کې ابتدايي ډیپلوم)، DELF (د زده کړې ډیپلوم په فرانسوي ژبه کې) یا TCF (د فرانسوي ژبې د پوهې ازموینه) ازموینه ترسره کول.

  • ستاسو د اړتیاوو او کچې سره سم مرسته چې ستاسو ستونزو او پروژې پورې اړه لري
  • د هغو مرکزونو په اړه ځانګړي معلومات چې د فرانسوي ژبې روزنه وړاندې کوي (د هغه کس نوم چې اړیکه باید ورسره ونیول شي، د تلیفون شمیره، پته، او نور)
  • په فرانسوي ژبه کې د ښې کچې په لرلو سره په ورځنيو فعالیتونو کې خپلواک کیدل (ډاکټر ته تلل، د دندې په لټه کې کیدل، د ماشومانو له ښوونځي سره اړیکه نیول، او داسې نور).

څنګه یې وکړو ؟

  • ستاسو د فرانس تخوی مشاور (پول ایمپلوی) یا ستاسو ټولنیز کارمند سره دلته کلیک کولو سره د ورکړل شوي فورمې له لارې اړیکه نیول
  • د تلیفون له لارې: 0470351352
  • د برېښنالیک له لارې: o.cellier@ifi03.com
  • د روزنیز مرکز دفتر کې په دې پته: 11route de Paris, 03 000 Avermes

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • claudia mاډمین
  • plateforme d'intégration fli/fleایډیټر او کره کتونکی
  • veronicasiد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • nour alhindiد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles