Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د ساختمانۍ په برخه کې د کار کولو لپاره فرانسوي زده کول

د .....................سره Tremplin vers le BTP

د.........لخوا وړاندیز شوي Abajad ...میاشي کیږي چې نوي شوي 9 місяців тому

د ساختمانۍ سکتور کې کاریدونکي مسلکي فرانسوي ژبې زده کړې لپاره د دوه اونیو روزنیز کورس:

  • د ساختمانۍ په برخه کې د تخنیکي او ځانګړيو لغتونو زده کولو لپاره مسلکي فرانسوي کورسونه (ودانۍ او عامه کارونه)
  • د خوځښت (د ګرځېدو یا نقل او حرکت وړتیا)، ډیجیټل ټیکنالوجۍ، ځان باور او اداري پروسیجرونو په اړه ورکشاپونه
  • د ساختمانۍ سکتور سره د اشنا کیدو په موخه يه اړوند سیکتور کې یوه ورځ کارکول
  • د دایمي دندې موندلو او په شرکت کې د ښه ادغام لپاره انفرادي او ځانګړۍ ملاتړ
  • د یو لارښوود یا مسلکي لخوا ملاتړ.
مهمه یاودنه: د ګډون لپاره، تاسو باید: - کډوال یاست، یا د فرعي محافظت ګټه اخیستونکی یاست، یا بې تابعیته یاست، یا په فرانسه کې د پنځو کلونو څخه کم وخت راهیسې د استوګنې جواز سره ژوند کوی چې تاسو ته د کار کولو اجازه درکوي - غواړئ یا لیولتیا لری چې د ساختمانۍ په صنعت کې کار وکړئ - د 18 کلونو څخه ډیر عمر لری - په 93 څانګه کې ژوند کوی او د ایسټ انسمبل ( la ville d'Est Ensemble) ښار په لومړیتوب لرونکي ګاونډ کې ژوند کوی. - په فرانسوي ژبه کې د A.1.1 یا A1 کچه ولری او په ښه توګه لیکل او لوستل کولای شئ - د دوو اونیو لپاره شتون ولري. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې روزنه د پناه غوښتونکو لپاره د لاس رسي وړ نه ده.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د ډیجیټل ټکنالوجۍ وسایلو کارول : د ایمیل ادرس پرانیزل، پیغامونه استول او لوستل، د موبایل اپلیکیشنونو موندل، سي وي CV لیکل، په انټرنیټ کې د دندې لټون کول، او داسې نور.

  • د ساختمانۍ سیکتور اړوند مسلکونو تخنیکي لغتونه زده کول
  • د دندې موندلو لپاره خپله مسلکي شبکه جوړول.

  • د سوداګرۍ نړۍ په اړه زده کول: ټولنیز کوډونه، قواعد، او نور.
  • دا زده کول چې څنګه د کاري فعالیت سره مناسب خپل حالت، خپله وینا، او خپلې اشارې تنظیم کړئ.

څنګه یې وکړو ؟

د غوښتنلیک سپارلو لپاره په لینک کلیک کولو سره د نوم لیکنې فورمه (formulaire d'inscription) ډکه کړئ.

تاسو کولی شئ موږ سره اړیکه ونیسئ:

  • د برېښنالیک له لارې: hello@abajad.com
  • د تلیفون له لارې: 0628258120

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • abajadایډیټر او کره کتونکی
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • veronicasiد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • nour alhindiد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles