Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د انګورو باغونو، شنو ځایونو یا ساختمانۍ په برخه کې کار کول

د .....................سره Association Oxygène

د.........لخوا وړاندیز شوي Association Oxygène Epernay , agir...میاشي کیږي چې نوي شوي 9 місяців тому

په شنو ځایونو یا ساختماني سکتور کې د کار کولو فرصت :

  • کاشي کاري کول یا کارلاج، دیوالونه او غولي رنګول
  • د نلونو کار کول (نلدواني)
  • شنه ځایونه پاک او ساتل
  • تاکونه پرې کول او انګور راټولول.

موخه دا ده چې د کار نړۍ ته د ننوتلو لپاره د یوې دندې مهارتونه زده کړئ.
تاسو کومې تجربې ته اړتیا نلرئ، تاسو تل د ټیم مشر سره یاست چې تاسو ته تخنیکي کړنې تشریح کوي او ستاسو سره د کار په محل کې ملاتړ او همکاري کوې.

یادونه: وړاندیز شوي قراردادونه د ثابتې مودې ادغام قراردادونه (CDDI) دي چې په اونۍ کې د 32 ساعتونو لپاره د 4 میاشتو لپاره دي، چې د اعظمي حد 2 کلونو لپاره نوي کیدی شي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د ادغام یو سایټ یا کاري ځای کې په اونۍ کې 32 ساعته کار کول
  • د لږ تر لږه معاش (سمک) په کچه معاش لرل.

  • یو کسب زده کول
  • د رنګمال، کاشي کار یا د انګورو راټولونکي کیدو لپاره تخنیکونه زده کول او مهارتونو ته وده ورکول
  • د مناسبو تجهیزاتو او محصولاتو کارولو څرنګوالی زده کول
  • خپله فرانسوي ژبه ښه کول او په مسلکي حالاتو کې اړیکه نیول
  • په یوه ډله یا ټیم کې کار کول.

  • په اداري پروسیجرونو کې ملاتړ (د استوګنې جواز، فرانس تخوی، کور، روغتیا بیمه، او نور)
  • په هغه سکتور کې چې ستاسې د علاقي وړ وي د روزنې یا دوامداره کار موندلو لپاره لارښوونې
  • د خپل موټر چلولو جواز لپاره د پیسو ورکولو لپاره حلونه موندل
  • د فرانسوي ژبې زده کړې کورس موندلو کې مرسته کیدل.

څنګه یې وکړو ؟

ستاسو ټولنیز کارکوونکی، ستاسو د فرانس تخوی یا د مخنیوي کلب سلاکار، ستاسو د سیمه ایز ماموریت استازی، د CCAS (د ټولنیز عمل مرکز) څخه مسلکي، د CSD (د څانګې پیوستون حوزه) څخه مسلکي یا د AGIR پروګرام څخه ... دوی باید د شمولیت پلیټ فارم سره وصل شي.

یادونه: په ایپرني (Épernay) کې د آکسیجن ټولنې (Association Oxygène) د کار وړاندیزونه دلته موندلای شئ.

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • xavidumاډمین
  • jessica/oxygeneایډیټر او کره کتونکی
  • killian douchetد صفحي پورته برخه
  • rama anzouد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • rico2004د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles