Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د موټر چلولو جواز ترلاسه کولو کې مرسته ترلاسه کول

د .....................سره Le permis citoyen

د.........لخوا وړاندیز شوي Centre communal d'action sociale de la Ville d'Angers ...میاشي کیږي چې نوي شوي 9 місяців тому

شخصي مرسته او ملاتړ چې ستاسو د موټر چلولو ازموینه کې بریالي کیدو کې مرسته کوي :

  • د موټر چلولو زده کړې ساعتونو د لګښت لپاره مالي مرسته
  • د فرانسوي ژبې زده کړې لپاره د خبرو اترو ورکشاپونه
  • د لویې لارې یا ترافیکي قوانینو کوډ کورسونه.
یادونه: د دې مرستې ترلاسه کولو لپاره تاسو باید د انجرز (Angers) ښاروالۍ په یوه ټولنه یا خدماتو کې د 20 څخه تر 40 ساعتونو پورې رضاکارانه کار وکړئ.
مهمه یادونه: د مرستې ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید: - د خپلې مسلکي پروژې (روزنې یا کار) لپاره د موټر چلولو جواز ته اړتیا ولرئ - لږترلږه د یو کال لپاره د انجرز (Angers) په ښار کې اوسیږئ - د جواز یا لیسنس د ټول لګښت لږترلږه 20 فیصده تادیه کړئ. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، ستاسو د کورنۍ برخه (ستاسو د میاشتني سرچینو اندازه کولو شاخص چې د CCAS لخوا محاسبه شوی) باید ستاسو د غوښتنلیک په وخت کې له 800 یورو څخه کم وي. دا اړینه نه ده چې د موټر چلولو ښوونځي سره ثبت او راجستر شوي یاست.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

تاسو کولی شئ اعظمي حد تر 1000 یورو پورې پور ترلاسه کړئ.

یادونه: که تاسو د موټر چلولو نورو ساعتونو ته اړتیا لرئ، نو تاسو کولی شئ تر 1,200 یورو پورې پور ترلاسه کړئ.

تاسو کولی شئ په فرانسوي ژبه له نورو سره تبادله او خبرې وکړئ ترڅو خپله ژبه تمرین او خپله کچه ښه کړئ.

  • د هغو خلکو لپاره چې په فرانسوي ژبه ښې خبرې نه کوي
  • د لویې لارې یا ترافیکي قوانینو کوډ او موټر چلولو اړوند لغتونه زده کول او کارول شوي کلمې پیژندل.

څنګه یې وکړو ؟

تاسو باید لاندې اسناد چمتو کړئ:

  • د موټر چلولو ښوونځي څخه وروستۍ نرخنامه
  • د موټر چلولو د ساعتونو د شمېر ارزونه
  • د یو کال څخه زیات د پتې ثبوت (د بریښنا بل، د تلیفون بل، او نور)
  • ستاسو د بانک وروستۍ بیان یا په تیرو 30 ورځو کې د سرچینو او لګښتونو ثبوت
  • د کارموندنې یا ستاج قرارداد یا د روزنې سند
  • ستاسو سي وي CV
  • یو انګیزه لیک چې د جواز اخیستو لپاره د علاقې، اړتیا او د مالي مرستې غوښتنې دلایل پکې تشریح شوي وي
  • د دوهمې کچې د سړک خوندیتوب ښوونځي سند (ASSR2) یا د سړک خوندیتوب سند (ASR) د 21 کلونو څخه کم عمر لرونکو اشخاصو لپاره
  • که تاسو روزنه پیل کړې وي، نو د موټر چلولو ښوونځي ته د ورکړل شویو پیسو رسید یا د زده کونکي بیان (هغه سند چې د موټر چلولو ساعتونو نیټې د ورکړل شویو پیسو مهالویش سره چې تاسو ترسره کړي وي مشخص کوي).
یادونه: که تاسو د 18 او 25 کلونو ترمنځ عمر لری، نو تاسو باید لاندې اساند چمتو کړئ:
- د والدینو او غوښتونکي دواړو څخه د اوسني کال او تیر کال لپاره د مالیې بشپړ خبرتیا یا غیر مالیې خبرتیا - د والدینو او غوښتونکي دواړو څخه د کاف CAF یا MSA (کرنیز ټولنیز امنیت) سند.

د ښارولۍ ټولنیز فعالین مرکز

Boulevard de la Résistance et de la Déportation BP 80011

49020 Angers Cedex 02


د ټرام لاین A، د هوټل ډی ویل سټیشن. Tram ligne A, station Hôtel de ville

د کار ساعتونه :  

  • دوشنبه، سې شنبه، چهارشنبه او جمعه، سهار له 9 بجو څخه تر 1 بجې پورې او له 2 بجو څخه تر 5:30 بجو پورې.
  • پنجشنبه د سهار له 11 بجو څخه تر 1 بجې پورې او د ماسپښین له 2 بجو څخه تر 5:30 بجو پورې.
یادونه: CCAS ته د تګ لپاره د ملاقات وخت اخیستل اړین ندي.

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • ccas angers 49ایډیټر او کره کتونکی
  • nour alhindiد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • veronicasiد صفحي پورته برخه
  • dermoد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • shayanroushanد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles