Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

نوي کور ته د کډه کېدو لپاره مرسته ترلاسه کول

د .....................سره Centre communal d'action sociale de la ville d'Angers (CCAS)

د.........لخوا وړاندیز شوي Centre communal d'action sociale de la Ville d'Angers ...میاشي کیږي چې نوي شوي 9 місяців тому

د انجرز (Angers) ښار CCAS (د ښاروالۍ ټولنیز فعالیت مرکز) کولی شي د لاندې کسانو لپاره تر ۱۵۰ یورو پورې مالي مرسته چمتو کړي:

  • په خپل نوي کور کې میټرونه (اوبه، بریښنا، ګاز) خلاصول
  • لوښي او د کور توکي
  • د خپل کور بیمه ورکول.
CCAS د ټولو لپاره خلاص دی او پرته له ملاقات څخه.
مهمه یادونه: د مرستې ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید: - لږ تر لږه د 3 میاشتو لپاره د انجرز (Angers) په ښار کې اوسیدلي یاست - د FSL (د کور د پیوستون فنډ) لپاره مو غوښتنه کړې وي. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، ستاسو د کورنۍ برخه یا کوتین (quotient familial) (ستاسو د میاشتني سرچینو اندازه کولو شاخص چې د CCAS لخوا محاسبه شوی) باید ستاسو د غوښتنلیک په وخت کې له 500 یورو څخه کم وي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

تاسو کولی شئ د میټرونو (اوبو، بریښنا، ګاز) د پرانیستلو لګښت ورکولو کې مرسته ترلاسه کړئ.

د دې مرستې له لارې تاسو د لوښو او د کور نورو اړینو توکو اخیستلو امکان لرئ.

مالي مرسته ستاسو د لومړي کور بیمې لپاره پیسې ورکولو کې مرسته کوي.

څنګه یې وکړو ؟

تاسو باید ورکړئ:

  • د درې میاشتو څخه زیات د پتې ثبوت (د بریښنا بل، د تلیفون بل، او نور)
  • ستاسو اصلي د اوسېدو قانوني جواز
  • ستاسو د بانک وروستۍ بیان یا د سرچینو او لګښتونو ثبوت (د معاش سلپ، ټولنیزې ګټې، او نور) په تیرو 30 ورځو کې
یادونه: هغه خلک چې ستاسو سره ژوند کوي باید لاندې د ملاتړ اسناد هم چمتو کړي.
  • د کورنۍ د وضعیت ثبوت (د کورنۍ د ثبت کتابچه، او نور)
  • د FSL لپاره هغه مکتوب لرل چې دا ښئ چې تاسو د یادې مرستې ترلاسه کولو وړ نه یاست او اړونده شرایط نه پوره کوی او د مالي مرستې د غوښتنې رد کیدو ټول هغه اسناد چې د څانګې شورا، کاف CAF یا MSA (کرنیز ټولنیز امنیت) ادارو سره د ترسره شويو اجراآتو او کړنو مراحل په ګوته کوي.
  • د کور کرایه (د کور د مالک سره لاسلیک شوی تړون)
  • د کور د بیمې نوی معتبر رسید
  • د لوښو او د کور د اړتیا توکو نرخونه
  • د میټرونو پرانیستلو یا د کور د بیمې قرارداد لپاره رسیدونه یا بلونه (تادیه شوي یا نه)

تاسو کولی شئ د ټولو اړینو اسنادو سره CCAS ته راشئ:

د ښاروالۍ ټولنیز فعالیت مرکز Centre Communal d’Action Sociale

Boulevard de la Résistance et de la Déportation BP 80011

49020 Angers Cedex 02

د ټرام لاین A، د هوټل دی ویل سټیشن (Tram ligne A, station Hôtel de ville)

د کار ساعتونه :

  • دوشنبه، سې شنبه، چهارشنبه او جمعه، سهار له 9 بجو څخه تر 1 بجې پورې او له 2 بجو څخه تر 5:30 بجو پورې.
  • پنجشنبه د سهار له 11 بجو څخه تر 1 بجې پورې او د ماسپښین له 2 بجو څخه تر 5:30 بجو پورې.

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • ccas angers 49ایډیټر او کره کتونکی
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • killian douchetد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • rama anzouد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles