Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د کور د تجهیزاتو او وسایلو لپاره مرسته ترلاسه کول

د .....................سره Aide à l'Équipement - Coup de pouce

د.........لخوا وړاندیز شوي CCAS - Centre communal d'action sociale de la ville d'Angers ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 7 jours


ستاسو د کور لپاره د تجهیزاتو او وسایلو د اخیستلو لپاره مالي مرسته.

یادونه: مرسته د 12 میاشتو په موده کې د هرې کورنۍ لپاره تر 400 یورو پورې محدوده ده. دقیق مقدار د ورکړل شویو دوو نرخونو پورې اړه لري. تاسو کولی شئ د تحویلي یا راوړلو د لګښت د تادیې لپاره اضافي €50 مرسته ترلاسه کړئ.
مهم معلومات: د مرستې ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید: - لږترلږه د 3 میاشتو لپاره د انجرز (Angers) په ښار کې استوګنه کړې وي - د FSL (د کور د پیوستون فنډ) لپاره مو غوښتنه کړې وي. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، ستاسو د کورنۍ برخه یا کوتین (quotient familial) (ستاسو د میاشتني سرچینو اندازه کولو شاخص چې د CCAS لخوا محاسبه شوی) باید ستاسو د غوښتنلیک په وخت کې له 500 یورو څخه کم وي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

دا مرسته تاسو ته د کور د بیلا بیلو توکو او وسایلو اخیستلو امکانات برابروي: د خوب تخت، توشک، المارۍ، دوه منزله کټونه، میز، څوکۍ، د خوب صوفه که چیرې د والدینو لپاره د خوب کوټه نه وي.

تاسو کولی شئ مختلف وسایل واخلئ: یخچال، د مینځلو ماشین، داش، منقل، د پخلي داش.

دا ممکنه ده چې د خپلې روزنې لپاره یا د دندې موندلو لپاره کمپیوټر واخلئ.

څنګه یې وکړو ؟

تاسو باید لاندې اسناد چمتو کړئ:

  • د هغه پرچون پلورونکي څخه چې د CCAS څخه مرسته مني، لږترلږه دوه نرخونه چې له دوو میاشتو څخه کم وخت ولري. لیست د CCAS په استقبالیه کې شتون لري.
  • د درې میاشتو څخه زیات د پتې ثبوت (د بریښنا بل، د تلیفون بل، او نور)
  • ستاسو اصلي د اوسېدو قانوني جواز
  • ستاسو د بانک وروستۍ بیان یا د سرچینو او لګښتونو ثبوت (د معاش سلپ، ټولنیزې ګټې، او نور) په تیرو 30 ورځو کې
یادونه: هغه خلک چې ستاسو سره ژوند کوي باید لاندې د ملاتړ اسناد هم چمتو کړي.
  • د کورنۍ د وضعیت ثبوت (د کورنۍ د ثبت کتابچه، او نور)
  • د FSL غوښتنې ته د څانګې شورا لخوا د ځواب لیک.

تاسو کولی شئ د ټولو اړینو اسنادو سره د ملاقات پرته CCAS ته راشئ:

د ښاروالۍ د ټولنیز فعالیت مرکز Centre Communal d’Action Sociale

Boulevard de la Résistance et de la Déportation BP 80011

49020 Angers Cedex 02

د ټرام لاین A، د هوټل دی ویل سټیشن (Tram ligne A, station Hôtel de ville)

د دفتر کاري وختونه :

  • دوشنبه، چهارشنبه او جمعه، سهار له 9 بجو څخه تر 1 بجې پورې او له 2 بجو څخه تر 5:30 بجو پورې.
  • سې شنبه د سهار له 9 بجو څخه تر 1 بجې پورې
  • پنجشنبه د سهار له 11 بجو څخه تر 1 بجې پورې او د ماسپښین له 2 بجو څخه تر 5:30 بجو پورې.

Lieu d'accueil

Boulevard de la Résistance et de la Déportation BP 80011, 49100 Angers Cedex 02, France

02 41 05 49 49

Chargement de la carte...

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • ccas angers 49ایډیټر او کره کتونکی
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • killian douchetد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • rama anzouد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • shayanroushanد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • na-en77د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles