Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د ساختماني او عامه کارونو په برخه کې د کسبونو لپاره چمتوالی

د .....................سره Programme "Les bâtisseuses en action"

د.........لخوا وړاندیز شوي We are all builders ...میاشي کیږي چې نوي شوي 10 місяців тому

د دوه اونیو پروګرام چې تاسو سره د ساختماني او عامه کارونو په برخه کې د مسلکي پروژې موندلو او تاییدولو کې مرسته کوي:

  • د کاري ساحي او ممکنه مسلکونو پیژندل
  • د فرانسوي ژبې مسلکي کورسونه (تخنیکي او ځانګړي لغتونه)
  • د شرکتونو لخوا غوښتل شويو مسلکونو په اړه معلومات ورکول
  • د دندې موندلو یا روزنې په اړه مشورې
  • انفرادي او ډله ایز ملاتړ.
مهمه یادونه: د دې پروګرام لپاره د نوم لیکنې لپاره، تاسو باید: - ښځه اوسئ
- د ساختماني او عامه کارونو سکتور کې لیوالتیا ولرئ - د نړیوال محافظت ګټه اخیستونکی اوسئ - د فرانس تخوی سره ثبت شوي یاست یا په سین-سینټ-ډینس کې د ایغیسا RSA ګټه اخیستونکی اوسئ
- لږ تر لږه د فرانسوي ژبې A2 کچه ولرئ
- په ۹۳ کې ژوند کوئ یا پته لرئ.
د نورو معلوماتو لپاره د روزنیز مرکز سره اړیکه ونیسئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د ساختمانۍ لغتونه زده کول، په سیمه کې د ګرځیدو لپاره د نقل او حرکت په اړه اشنا کیدل
  • د خوندیتوب قواعد او لارښوونې زده کول
  • د همکارانو او د سایټ یا کاري ځای مدیرانو سره اړیکه نیول ترڅو خپلواک شئ.

  • په فرانسوي ژبه کې یو استخدام کوونکي یا صاحب د کار ته ځان معرفي کول زده کول
  • خپل مهارتونه او ځانګړتیاوې پیژندل
  • د خپلو تجربو په اړه خبرې کول
  • په شفاهي توګه او د خپلې سي وي CV له لارې خپل ځان په ښه توګه معرفي کول.

  • سي وي جوړه ول او معلومات پکې تازه کول
  • د کار یا روزنې موندلو لپاره کومې ویبپاڼې وکاروئ زده کول
  • د کار بېلا بېلو قراردادونو پیزندل (دایمې قرارداد CDI، دمعلومي مودې قرارداد CDD، لنډمهاله کار، او نور) او د یو کارمند لپاره د کار قانون په اړه ځان خبرول.

  • د روزنې په جریان کې او وروسته ملاتړ او مشورې ترڅو ژر دنده یا روزنه ومومئ
  • ستاسو د اړتیاوو سره سم د روزنې تطبیق
  • ستاسو په اداري پروسیجرونو او طرزالعملونو کې د مرستې لپاره د نورو جوړښتونو سره اړیکه نیول: جوازونه، د کور غوښتنه، د روزنې لپاره نوم لیکنه، د فرانس تخوی سره نوم لیکنه، د بانکي حساب پرانیستل، او داسې نور.

  • شرکتونو څخه لیدنه کول
  • د یو شی په جوړولو سره د ترکاڼۍ دندې سره اشنا کیدل
  • د روزنیزو سازمانونو سره لیدنه کول
  • د ښوونځیو تخنیکي پلیټ فارمونو څخه لیدنه کول.
یادونه: تخنیکي پلیټ فارمونه د روزنې ځایونه دي چې په ریښتیني شرایطو کې نوي مهارتونو ته پراختیا ورکوي یا په ځانګړي سکتور (ساختمانۍ، صنعت، امنیت، او نور) کې ستاسو پوهې او تجربې ته وده ورکوي.

څنګه یې وکړو ؟

  1. د خپل تخلص او نوم او پتې (کور او پوستي ادرس) سره 0752082601 ته یو پیغام واستوئ، د یوې جملې سره چې ووایاست چې تاسو د "Les Bâtisseuses en action" روزنې سره علاقه او لیوالتیا لرئ.
  2. د "We are all builders" روزنیز مرکز به تاسو ته د معلوماتو غونډې لپاره د ملاقات وخت درکړي.
  3. تاسو به یوه مرکه ترسره کړئ.
مهمه یادونه: مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، موږ یوازې هغه میرمنې منلی شو چې په 93 سیمه کې ژوند کوي یا پته لري.

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • waab93ایډیټر او کره کتونکی
  • marianne georgesد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • moreauد صفحي پورته برخه
  • rama anzouد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • igornrgد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles