Panneau de gestion des cookies

Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Coordination linguistique à visée professionnelle des primo-arrivants

Mission locale de Paris
د.........لخوا وړاندیز شويMission locale de Paris

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
ځانګړي خلکځوانان

قیمت

وړيا

شرایط

CIR یې لاسلیک کړی او د اوفي کورسونه یې بشپړ کړې وي
د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل

دا چېرته دی ؟

فرانسوي ژبه زده کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 місяці тому

دا څه دي ؟

د پاریس سیمه ایز ماموریت د CIR (د جمهوریت د ادغام تړون) څخه ګټه اخیستونکو120 کسانو لپاره د شخصي ملاتړ پروګرام وړاندې کوي :

  • فرانسوي ژبه زده کول: د کچې ازموینه، څیړنه او ستاسو د اړتیاو سره سم د کورسونو لپاره لارښود
  • ستاسو په ټولنیزو او مسلکي پروسیجرونو کې مرسته : کار، کور، او نور.
مهمه یادونه: د ګډون لپاره، تاسو باید: - په پاریس کې اوسیږئ یا پته ولرئ - د 18 او 25 کلونو ترمنځ عمر ولرئ - کډوال اوسئ، یا د فرعي یا لنډمهاله محافظت ګټه اخیستونکی یاست، یا بې تابعیته، اپارتاید کس یاست، یا په فرانسه کې له 5 کلونو څخه کم وخت راهیسي ژوند کوئ - د اوفي OFII کورسونه مو بشپړ کړي او CIR مو لاسلیک کړی وي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

تاسو به د خپلې فرانسوي ژبې کچه وپیژنئ:

  • لیکل شوی ارزونه (د متن لیکل او لوستل)
  • شفاهي ارزونه (پوهیدل او خبرې کول)
  • د خپل شاليد، سابقي او خپلو تمو او توقعاتو په اړه خبرې وکړئ.
یادونه: د پاریس سیمه ایز ماموریت یا میسیون لوکال د بیلا بېلو همکارو ادارو او شریکانو په همکاری تاسو کولی شئ د خپلو اړتیاو سره سم فرانسوي کورسونه ومومئ.

تاسو په اونۍ کې یو یا دوه ځله د متخصص رضاکارانو د ټیم سره په ډله ایزو ورکشاپونو کې ګډون کوئ:

  • د فرانسوي خبرو اترو ورکشاپونه
  • د ورځنيو موضوعاتو په اړه خبرې کول
  • په ډله کې ښه وخت لرل.
یادونه: دا ورکشاپونه د فرانسوي ژبې کورسونه نه دي او تاسو ته اجازه درکوي چې د کورسونو له پیل څخه مخکې په ژبه کې پرمختګ وکړئ.


کلتوري سفرونه هم د کال په اوږدو کې تنظیم شوي دي: د پاریس موزیمونو ته سفرونه یا په ښار کې ګرځېدل.

د پروژې یو مسؤول او مسلکي ادغام یو سلاکار به ستاسو ټولو ورځنیو ستونزو کې مرسته کوي:

  • اداري
  • روغتیا
  • د کار یا روزنې لټون کول
  • استوګنځای یا کور: شریکانو یا همکارو ادارو ته راجع کول (ټولنیز کارګران، د ځوان کارګرانو کورونه، او نور).
یادونه: د روزنې وروسته، ستاسو د پرمختګ او اړتیاو پورې اړه لري، دا ممکنه ده چې د فرانسوي ژبې نور کورسونه ترسره کړئ یا ستاسو په مسلکي پروژه کار وکړئ.

څنګه یې وکړو ؟

تاسو کولی شئ د پاریس د سیمه ایز ماموریت سایټونو یا مرکزنو څخه یو ته راشئ او نوم لیکنه وکړئ (د پتې او د پرانیستلو ساعتونو لپاره لاندې نقشه وګورئ)، دا په اړوند ناحیې یا سیمې پورې اړه لري چې تاسو پکې ژوند کوئ.

یادونه: د پاریس په شپږو ځایونو کې د خلکو هرکلی کیږي.
د پاڼې سر

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
xavidumxavidumاډمین
chloe jarosz mlpchloe jarosz mlpایډیټر او کره کتونکی
niknameniknameد صفحي پورته برخه
moreaumoreauد صفحي پورته برخه
nour alhindinour alhindiد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
sroushan7sroushan7د صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
anihanihد صفحي پورته برخه
igornrgigornrgد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه