Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

په چارنت-ماریتیم (Charente-Maritime) کې ستاسو په قانوني طرزالعملونو کې ملاتړ ترلاسه کول

د .....................سره Accompagnement Juridique pour l'Intégration des Primo-Arrivants (AJIPA)

د.........لخوا وړاندیز شوي CIDFF Charente Maritime ...میاشي کیږي چې نوي شوي 10 місяців тому

CIDFF17 ستاسو د وضعیت سره سم ستاسو په قانوني پروسیجرونو او طرزالعملونو کې ملاتړ کوي:

  • د استوګنې جواز نوی کول، د سفر جواز لپاره غوښتنه کول یا د کوچني بهرنيانو لپاره د سفر سند (DCEM)
  • خپل ماشومان یا میړه یا میرمن فرانسي ته راوستل: د کورنۍ بیا یوځای کیدو غوښتنه کول
  • د فرانسوي تابعیت غوښتنه کول
  • ستاسو د وضعیت پورې اړوند نورې غوښتنې: د وضعیت بدلون، د کورنۍ قانون، د کار قانون، او داسې نور.
مهمه یادونه: د ملاتړ لپاره، تاسو باید:
- د کډوال وضعیت ولری، یا د فرعي یا لنډمهاله محافظت ګټه اخیستونکی یاست، یا بې تابعیته یا اپارتاید کس یاست
- د اوفي OFII کورسونه مو بشپړ کړي وي او د CIR (د جمهوریت د ادغام) تړون مو له پنځو کلونو څخه کم وخت دمخه لاسلیک کړی وي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • په لا روچیل، روشیفورت، سینټس کې د ملاقاتونو کول امکان شتون لري
  • ستاسو د شخصي وضعیت او ستاسو د خپلواکۍ کچې سره سم ملاتړ
  • د آنلاین پروسیجرونو کې مرسته: د ANEF له لارې غوښتنې، په پریفیکتور کې د ملاقاتونو اخیستل، د رسیدونو نوي کول، او داسې نور.

  • د مسلکي کسانو، رضاکارانو او بهرنیانو لپاره
  • د ګډونوالو شمیر او د جوړښتونو غوښتنو سره سم تنظیم شوي غونډي جوړول: د بهرنيانو قانون معرفي کول، د کورنۍ بیا یوځای کیدل، د فرانسې تابعیت ته لاسرسی، قانون ته لاسرسی، سیکولریزم یا لایستي (یو اتباع کیدل)، او داسې نور.

  • تنها شوې یا کډوالي ښځې چې یوازې راغلې یا د جلا کیدو په پروسه کې دي، په ځانګړي توګه د کورني تاوتریخوالي وروسته
  • په جلاوطنۍ کې د 18 څخه تر 25 کلونو پورې عمر لرونکي ځوانان (پخواني بې سرپرسته کوچنيان، د نړیوال خوندیتوب ګټه اخیستونکي)
  • هغه جلاوطنان چې عمرونه یې له 60 کلونو څخه زیات وي او منظم حیثیت یا قانوني اسناد ولري.

  • د قربانيانو د ملاتړ خدمت: د جنايي جرمونو د قربانیانو لپاره ملاتړ ترڅو وکولای شي خپل شکایت ثبت کړي او ځان خوندي کړي
  • د کارموندنې خدمت: د دندې موندلو لپاره ملاتړ
  • د کورني او جنسي تاوتریخوالي قربانیانو لپاره د رواني مرستي او خبرو اترو ګروپونو خدمات
  • د کورنۍ حقونو، د کاري حقونو، مدني حقونو، د مصرف کونکي حقونو، استوګنې او نورو په اړه قانوني معلومات.
  • د فحشا پریښودو په پروسه کې ملاتړ.

څنګه یې وکړو ؟

  • د تلیفون له لارې: 0546411886
  • د CIDFF17 په استقبالیه یا هرکلي ځای کې: 2rue Braille 17000 La Rochelle
  • د برېښنالیک له لارې: contact@cidff17.org

16 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • cidff17ایډیټر او کره کتونکی
  • nour alhindiد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • irenegndد صفحي پورته برخه
  • charifeh aldabaghد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • mcpessonد صفحي پورته برخه
  • imane-tradد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • khalifa__د صفحي پورته برخه
  • igornrgد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles