Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

لومړنۍ روغتیايي کتنه ترسره کول او خپلې روغتیا ته پالرمنه کول

د .....................سره DEMAT Psy : Dispositif d’accueil et d’Évaluation des Migrants sur le Territoire

د.........لخوا وړاندیز شوي Centre Hospitalier Bretagne Atlantique ...میاشي کیږي چې نوي شوي рік тому

د طبي او رواني روغتیا لپاره د لاندې کسانو سره د کتنې امکان:

  • د یو عمومي ډاکټر سره عمومي طبي معاینه: فزیکي معاینه، د واکسینونو په اړه معلومات ترلاسه کول، د ناروغیو یا اختلالاتو لپاره معاینه کول
  • د متخصص نرس سره رواني ارزونه: اوریدل، ملاتړ او شخصي مرسته
  • ستاسو د حقونو او د فرانسې د روغتیا پاملرنې سیسټم په اړه معلومات
  • ستاسو د اړتیاوو سره سم درملنه او لارښوونه.
مهمه یادونه: مشورې یا کتنې د ټولو جلاوطنو کسانو یا کډوالو لپاره د لاس رسي وړ دي، پرته له دې چې د جنسیت یا اصليت توپیر په پام کې ونیول شي. د مشورې ترلاسه کولو لپاره باید د ملاقات وخت ونیسئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د رواني ناروغیو نرس د لاندې مواردو لپاره د ملاقات له لارې له تاسې سره ګوري:

  • ستاسو رواني ارزونه کول
  • د تلیفون له لارې د ژباړونکي سره په خپله ژبه کې د خپلو ستونزو په اړه د خبرو کولو وړتیا او امکانات لرل
  • د خبرو اورېدل او د اړتیا په صورت کې درملنه
  • د روغتیا او د فرانسې د روغتیا پاملرنې سیسټم په اړه معلومات درکول.
یادونه: لومړۍ لیدنه 45 دقیقې دوام کوي. کله ناکله دوه یا درې نورې کتنې هم ضروري وي او په CMP کې د یو مناسب تعقیب امکان هم شته. (طبي-رواني مرکز، د پاملرنې مرکز چې د سهار له 8:30 بجو څخه تر 5:30 بجو پورې خلاص وي).

  • خپلې شخصي ستونزې په ښه توګه درک کول او پیژندل
  • ستاسې په ورځني ژوند باندې یې پایلې پیژندل او په نښه کول.

  • بیرته په ښه توګه خوب کول، د شپې لخوا ډارن خوبونو ښه اداره کول...
  • په ښار کې یو متخصص مرکز یا عمومي ډاکټرانو ته راجع کول.

څنګه یې وکړو ؟

د ملاقات لپاره، د بریټاګن اتلانټیک (Bretagne Atlantique) روغتون مرکز کې د مخنیوي درملو مرکز ته په 02 97 62 90 78 زنګ ووهئ.

سکرتریت د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له 8:45 بجو څخه تر 12 بجو پورې او د ماسپښین له 1:30 څخه تر 5 بجو پورې خلاص وي.

مهمه یادونه: د رواني ناروغیو د نرس سره ملاقات د ډاکټر سره د مشورې یا کتنې په ورځ د کاغذ پر مخ، د تلیفون یا ایس ایم ایس له لارې ورکول کیدی شي.

ساعتونه : دوشنبه او چهارشنبه (سهار یا ماسپښین).

ځای : د بریټاګن اتلانټیک روغتون مرکز کې د مخنیوي درملو کور
20 Boulevard Maurice Guillaudot 56 000 Vannes (د بیړني مرکز دروازې ته نږدې).
یادونه: په بیړني حالت کې، تاسو کولی شئ خپل کور ته نږدې طبي-رواني مرکز سره اړیکه ونیسئ یا لاړ شئ.

Lieu d'accueil

20 Boulevard Maurice Guillaudot, 56 000 Vannes, France

02 97 62 90 78

Chargement de la carte...

17 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • lydiadematایډیټر او کره کتونکی
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • veronicasiد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • charifeh aldabaghد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • nacyد صفحي پورته برخه
  • nour alhindiد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • mohammadmudasiralikhail@gmail.comد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • igornrgد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • shayanroushanد صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles