Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د ادغام په یو شرکت کې کار کول او په اداري کړنلارو کې ملاتړ ترلاسه کول

د .....................سره Insertion par l’activité économique

د.........لخوا وړاندیز شوي AFDAS DPM , CAF du Lot et Garonne, UDAF 47, Mission Locale de l'Agenais, l'Albret et du Confluent, SOLINCITE ...میاشي کیږي چې نوي شوي 9 місяців тому

په بېلا بېلو مسلکونو کې د کار کولو لپاره د مسلکي ادغام روزنیزه دوره :

  • د ګودام کارګر ( په یو ګودام کې د مالونو د بېځایه کولو، ترتیب کولو، خای په خای کول کارګر)
  • د خرڅلاو څو مهارته کارمند
  • خیاط
  • د ماشومانو او ځوانانو سره کارکوونکی.

موخه دا ده چې یوه مسلکي پروژه رامنځته یا جوړه کړئ او په ورته وخت کې کار وکړئ. وړاندې شوي قراردادونه CDDI (د ثابتې مودې ادغام قراردادونه) دي. قراردادونه د شپږو میاشتو لپاره دي او د دوو کلونو لپاره د نوي کیدو وړ دي.

یادونه: AFDAS د ریسایکل یا بیاروغوني یو مرکز اداره کوي چیرې چې تاسو کولی شئ تزیني توکي (سینګار توکي)، فرنیچر یا د کور وسایل او جامې ومومئ، او همدارنګه د پیوستون د خوراکي توکو پلورنځی چې د ټولو لپاره خلاص دی. دا ټولنه د 3 څخه تر 14 کلونو پورې د ماشومانو لپاره د تفریح مرکز (د معلولیت لرونکو ماشومانو لپاره تر 17 کلونو پورې) او د ټولنیز ژوند اړوند فعالیتونو ځای هم لري چې ډیری فعالیتونه لري: لاسي صنایع، د هوساینې ورکشاپونه، د بیا رغونې ورکشاپونه، او داسې نور چې یوازې یا د کورنۍ سره د لاسرسي وړ دي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • په اونۍ کې 30 ساعته
  • 1200 یورو خالص معاش ترلاسه کول.
یادونه: وړاندیز شوی قرارداد د شپږو میاشتو لپاره د نیم وخت CDDI (د ثابتې مودې ادغام قرارداد) دی، چې د اعظمي حد دوه کلونو لپاره د نوي کیدو وړ دی. استخدام یا کار ته لاس رسی د ټول کال په اوږدو کې ممکن دی.

  • دنده ترلاسه کول
  • د کار نړۍ ښه درک کول
  • له نویو خلکو سره لیدنه: همکاران، روزونکي...

  • د مسلکي پروژې جوړول
  • د اداري پروسیجرونو یا کړنلارو په ترسره کولو کې مرسته: روغتیا، کور، او نور.

څنګه یې وکړو ؟

ستاسو ټولنیز کارکوونکی، ستاسو د فرانس تخوی (پولي ایمپلوی) یا کاف CAF (د کورنۍ د مرستې فنډ) سلاکار، ستاسو د سیمه ایز ماموریت استازی، یو ټولنیز کارکوونکی باید له تاسو سره یو ځای دا معلومه کړي چې ایا تاسو کولی شئ دا روزنیزه دوره ترسره کړئ.

  1. دلته کلیک کولو سره شته دندې موندلای شئ
  2. د دندې وړاندیز لپاره د غوښتنې کولو لپاره "درخواست کول" "Postuler" باندې کلیک وکړئ.
  3. بیا به تاسو سره د مرکې لپاره اړیکه ونیول شي.

15 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • rachelایډیټر او کره کتونکی
  • aidlukerد صفحي پورته برخه
  • khaled91د صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • nakenameد صفحي پورته برخه
  • nour alhindiد صفحي پورته برخه
  • mohammadmudasiralikhail@gmail.comد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • igornrgد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles