Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

په کارهی (Carhaix) کې د روزنې ترسره کولو یا کارموندنې لپاره چمتووالی

د .....................سره Prépa Clés FLE

د.........لخوا وړاندیز شوي GRETA-CFA de Bretagne Occidentale ...میاشي کیږي چې نوي شوي 10 місяців тому

یو مناسب روزنیز کورس ترڅو په خپل مسلکي او ټولنیز ادغام کې بریالي شئ.

موخې دا دي:

  • په فرانسوي ژبه کې په اسانۍ سره خپل ځان څرګندول
  • دا زده کول چې څنګه په ټیم کې کار وکړئ او خپلواک شئ
  • په ورځني او مسلکي ژوند کې خپلواک کیدل.

تاسو کولی شئ د خپلې فرانسوي ژبې کچه لوړه کړئ او په خبرو کولو او لیکلو کې A2 کچه ترلاسه کړئ.

مهمه یادونه: د ګډون لپاره، تاسو باید:
- د روزنې یا کارموندنې په لټه کې اوسئ او د فرانس تخوی (France Travail) سره ثبت شوي یاست
- د FLE زده کړې ته اړتیا لرئ (فرانسوي د بهرنۍ ژبې په توګه)
- په فرانسوي ژبه کې د A1 کچې څخه ښکته د ویلو او لیکلو کچه ولرئ.
- د نړیوال خوندیتوب ګټه اخیستونکی اوسئ
یا مو په فرانسه کې له پنځو کلونو څخه کم وخت تیر کړی وي او د اوفي OFII سره مو د CIR (د جمهوريت د ادغام تړون) لاسلیک کړی وي.

دا روزنه د هغو خلکو لپاره د لاس رسي وړ نه ده چې لوستل یا لیکل نشي کولی یا یې هیڅکله په خپل اصلي هیواد کې زده کړې نه وې کړي یا یې ډیرې کمې زده کړې کړې وي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • په ورځني ژوند او کار کې ښه اړیکه نیول زده کول
  • په لوستلو، لیکلو، محاسبه کې پرمختګ کول.

  • د جمهوریت او فرانسوي سیسټم ارزښتونو باندې پوهیدل: کور، روغتیا ، کلتور، او نور.
  • خپل حقونه او مسؤلیتونه پیژندل.

  • د شرکت کوډونه، دریځونو او طریقي زده کول او پیژندل چې تاسې یې باید وکاروئ
  • د حفظ الصحې او خوندیتوب قواعدو ته درناوی کول.

څنګه یې وکړو ؟

تاسو کولی شئ د همغږې کوونکې سانډرا ویناس-آرتو (Sandra VINAS-ARTO) سره اړیکه ونیسئ:

  • د تلیفون له لارې: 0298937577
  • د برېښنالیک له لارې: greta.agcarhaix@ac-rennes.fr
  • په محل یا دفتر کې په لاندې پته : د پاول سیروسیر عالي لېسه
  • Lycée Paul Sérusier - Avenue de Waldkappel -29 270 CARHAIX-PLOUGUER.

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • xavidumاډمین
  • fabienne_greta29ایډیټر او کره کتونکی
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • rouaa karimد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • soogmad82د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles