Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

یو کسب زده کول او د کورنیو سره په ورځني ژوند کې د یو مرستندویه په توګه کارکول

د .....................سره Adhoc CARE

د.........لخوا وړاندیز شوي Ares+ ...میاشي کیږي چې نوي شوي 10 місяців тому

د لاندې امکاناتو سره د کورنۍ ژوند مرستیال (ADVF) کیدو لپاره د 8 اونیو روزنیز کورس:

  • د فرانسوي ژبې کورسونه
  • ټولنیز او مسلکي ملاتړ
  • د یوې اونۍ ستاج.
یادونه: روزنه په مالي توګه تمویل کیږي، پدې معنی چې تاسو د فرانس تخوی (پول ایمپلوی) څخه د روزنې په مقابل کې پیسې ترلاسه کوئ.
د ستاج په پای کې، تاسو د LogiVitae شرکت کې د کار قرارداد لاسلیک کولو امکان لرئ (د 6 میاشتو څخه زیات د ثابتې مودې قرارداد یا دایمي قرارداد).
مهمه یادونه: د دې روزنې د ترسره کولو لپاره، تاسو باید:
- نړیوال خوندیتوب ولرئ (د کډوالۍ حیثیت، د فرعي خوندیتوب ګټه اخیستونکی، بې تابعیته کس، د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکی)
- یا په فرانسه کې له پنځو کلونو څخه کم وخت تیر کړی وي او د اوفي OFII سره یې د CIR (د جمهوريت د ادغام تړون) لاسلیک کړی وي.
- په سین-سینټ-ډینس ( Seine-Saint-Denis (93)) کې استوګن اوسئ یا پته ولرئ
- لږ تر لږه د A2 په شفاهي او A1 په لیکلي ډول فرانسوي ژبې کچه ولرئ.
- ایغیسا RSA ترلاسه کوئ یا د کار غوښتونکي اوسئ او د فرانس تخوی سره راجستر شوي یاست
- له مسلکي څخه وغواړئ چې ستاسو لپاره نوم لیکنه وکړئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

که تاسو د 8 اونیو روزنه بشپړه کړئ، نو تاسو د دې تضمین او ګرنټي لرئ چې د LogiVitae شرکت سره لږترلږه 6 میاشتنی قرارداد لاسلیک کړئ.

  • په کور کې د مرستې کولو د مسلک لغتونه زده کول
  • په مسلکي وضعیت کې شفاهي مهارتونه او اړیکه زده کول.

د روزنې په جریان کې او ستاسو د آزموینې دورې تر تایید پورې، تاسو له دې څخه ګټه پورته کوئ:

  • په اداري پروسیجرونو کې مرسته (اسناد، کور، او نور)
  • ستاسو د مسلکي پروژې لپاره مشورې.

تاسو ته د روزنې په اوږدو کې د فرانس تخوی (پخوانی پول ایمپلوی) لخوا معاش یا پیسې درکول کیږي.

څنګه یې وکړو ؟

له خپل ټولنیز کارمند، د فرانس تخوی سلاکار (پول ایمپلوي)، د ځایي ماموریت استازي، د استوګنې مرکز مدیر څخه وغواړئ چې دلته د نوم لیکنې فورمه ډکه کړي.

یادونه: د معلوماتو غونډو د نیټې ترلاسه کولو او پوښتنو کولو لپاره، تاسو کولی شئ لاندې ایمیل ادرس ته یو بریښنالیک واستوئ: programs.accompagnement@ares-association.fr .

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • ares+ایډیټر او کره کتونکی
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • rouaa karimد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • mspد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles