Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د نري رنځ،اچ آی وي او هیپاټایټس معاینه کول

د .....................سره Centre de lutte antituberculeuse de l'Essonne (CLAT 91)

د.........لخوا وړاندیز شوي Centre de lutte anti-tuberculeuse de l'Essonne ...میاشي کیږي چې نوي شوي 10 місяців тому

د نري رنځ، اچ آی وي او ایډز او هیپاټایټس وړیا معاینه.

دا یوه طبي ازموینه ده چې معلومه کړي چې ایا تاسو په دې ناروغۍ اخته یاست.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د انتان په پیل کې، هیڅ نښې نه وي.

دا مهمه ده چې پوه شئ چې ایا تاسو د لاندې ناروغیو له امله ناروغه یاست:

  • درملنه وکړئ او روغ شئ
  • ناروغي مه انتقالوئ، دا ساري ناروغۍ ده.
یادونه: معاینه یا ازموینه وړیا ده.

دا ممکنه ده چې د اچ آی وي HIV ویروس لرونکی اوسئ پرته له دې چې پوه شئ. (د انسان د معافیت کمښت ویروس، د ایډز څخه مخکې یو انتان).

که چیرې تاسې په یادو ناروغیو اخته شوي یاست نو دا مهمه ده چې پوه شئ ترڅو:

  • ویروس بل چا ته انتقال نه کړئ، دا ناروغۍ ساري دي
  • د وړیا درملنې لپاره د یو ډاکټر سره په اړیکه کې شئ: درملنه تاسو ته اجازه درکوي چې اوږد او عادي ژوند ولرئ، د ماشومانو د زیږون امکان سره
  • د خوندیتوب د وسیلو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.
یادونه: معاینه یا طبي ازموینه وړیا ده.

تاسو ممکن د هیپاټایټس ویروس ولرئ او نه پوهیږئ.

دا مهمه ده چې پوه شئ چې ایا تاسو د لاندې ناروغیو له امله ناروغه یاست:

  • د اړتیا په صورت کې د ملاتړ او وړیا درملنې لپاره د ډاکټر سره اړیکه ونیسئ
  • ویروس مه لیږدوئ یا مه انتقالوی، دا ساري ده
  • د خوندیتوب د وسیلو په اړه معلومات ترلاسه کول
  • ستاسو د وضعیت پورې اړه لري، د هیپاټایټس بي واکسین ترلاسه کړئ.
یادونه: معاینه یا طبې ازموینه وړیا ده.

څنګه یې وکړو ؟

د معاینې یا ازموینې مرکز ټیم هغو جوړښتونو ته ځي چې جلاوطن شوي اشخاص په کې ژوند کوي (پناه غوښتونکي، د فرعي او لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي، بې تابعیته اشخاص)، د بیلګې په توګه په CPH کې ځای پر ځای شوي کسان.

د خپل استوګنځي مرکز کې له یو مسلکي کس څخه وغواړئ چې تاسو ته معلومات درکړي چې په کومه ورځ تاسو ازموینه ترسره کولای شئ.

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • clatد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • rama anzouد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • sarachloeد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه

Liens utiles