Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

هراړخیز روغتیايي او ټولنیز ملاتړ ترلاسه کول

د .....................سره Parcours Bichat

د.........لخوا وړاندیز شوي MILLE PARCOURS ...میاشي کیږي چې نوي شوي рік тому

دا د پاملرنې او درملنې یوه پروسه ده چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي قربانیانو جلاوطنه میرمنو لپاره تطبیق شوې ده:

  • انفرادي ملاتړ او څارنه: طبي مشورې، رواني ملاتړ، ټولنیز ملاتړ
  • د ښه کیدو لپاره ګډ فعالیتونه.
یادونه: د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی جنسي، فزیکي (تناسلي غړي پرې کول)، لفظي، رواني، کلتوري (جبري واده)، اقتصادي کیدی شي.
مهمه یادونه: د ګډون لپاره، تاسو باید:
- قانوني عمر ولري
- له دریو کلونو څخه کم وخت دمخه فرانسې ته رسیدلی وي
- د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی تجربه کړی وي: جنسي تاوتریخوالی (جنسي تیري، د تناسلي غړو پرې کول، او نور)
- د HIV (AIDS) او HBV (هیپاتیت B) انتاناتو لپاره طبي یا رواني څارنې، یا منظمې څارنې ته لاس رسی نه لری
- هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا لري.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • فزیکي، نسایي او رواني معاینه
  • د جنسي اړیکو له لارې لېږدیدونکو او انتقال کیدونکو ناروغیو لپاره معاینه کول، د واکسینونو تصدیق کول
  • د کلیتورس بیارغونې جراحي لپاره ارزونه او راجع کول ...

  • د خپلو حقونو په اړه معلومات ترلاسه کول او په پروسیجرونو کې مرسته ترلاسه کول: دولتي طبي مرسته، نړیوال روغتیا پوښښ، او داسې نور.
  • د ښه احساس لپاره ډله ییز ورکشاپونه: هنر، سپورت، موسیقي، لوستل، د ښکلا درملنه، او نور.
  • بدې خاطرې هېرول او په ځان باور بیرته ترلاسه کول.

دا ټیم د روغتیا یو منځګړی، ډاکټرانو، ارواپوهانو، نرسانو او یو سیکسولوګ څخه جوړ شوی دی.

هر متخصص ستاسو د اړتیاو پر بنسټ ستاسو سره د مرستې لپاره مختلف تخنیکونه کاروي.

د درملنې په ټوله پروسه کې، ناروغ څارل کیږي او اړونده خدماتو یا جوړښتونو په لور یې لارښوونه کیږي چې د دوی وضعیت سره مناسب وي.

څنګه یې وکړو ؟

تاسو کولی شئ parcours.bichat@aphp.fr ته یو بریښنالیک واستوئ.

یادونه: که چیرې کومې ښځې ددې پورسې لپاره وړ وي او هغه ښځې چې ماشومان لري کولی شي غوښتنه وکړي او دا پورسه ترسره کړي.

Lieu d'accueil

46 Rue Henri Huchard, 75018 Paris, France

parcours.bichat@aphp.fr

Chargement de la carte...

17 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • xavidumاډمین
  • célia - mille parcoursایډیټر او کره کتونکی
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • rouaa karimد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • annap49د صفحي پورته برخه
  • saona_987د صفحي پورته برخه
  • killian douchetد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • anihد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • mspد صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles