Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

هراړخیز روغتیايي، ټولنیز او حقوقي ملاتړ ترلاسه کول

د .....................سره Parcours Avicenne

د.........لخوا وړاندیز شوي MILLE PARCOURS ...میاشي کیږي چې نوي شوي рік тому

د پاملرنې او درملنې یوه مرستندویه دوره چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي قربانیانو جلاوطنه میرمنو لپاره تطبیق شوې ده:

  • انفرادي ملاتړ او څارنه: طبي مشورې، رواني ملاتړ، ټولنیز او قانوني ملاتړ
  • د ښه کیدو لپاره ګډ فعالیتونه.
یادونه: د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی جنسي، فزیکي (تناسلي غړي پرې کول)، لفظي، رواني، کلتوري (جبري واده)، اقتصادي کیدی شي.
مهمه یادونه: د ګډون لپاره، تاسو باید:
- قانوني عمر ولري
- له دریو کلونو څخه کم وخت دمخه فرانسې ته رسیدلی یاست
- د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی تجربې څخه تیر شوي یاست: جنسي تاوتریخوالی (جنسي تیری، د تناسلي غړو پرې کول، او نور)
- د HIV (AIDS) او HBV (هیپاتیت B) انتاناتو لپاره طبي یا رواني مرستې، یا منظمې څارنې ته لاس رسی نه لرل
- هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا او ضرورت لرل.
که چیرې تاسې د دې مرستې لپاره وړ یاست او هغه ښځې چې ماشومان لري کولی شي غوښتنه وکړي او له دې مرستې او دورې څخه ګټه پورته کړي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • فزیکي، نسایي او رواني معاینه
  • د جنسي اړیکو له لارې لېږدېدونکو یا نقلیدونکو ناروغیو معاینه کول، د واکسینونو تصدیق کول.

  • د خپلو حقونو په اړه معلومات ترلاسه کول او د خپلو اداري پروسیجرونو کې مرسته ترلاسه کول (دولتي طبي مرستې، نړیوال روغتیا پوښښ، او نور).
  • حقوقي ملاتړ ترلاسه کول (د پناه غوښتنې غوښتنلیک، د استوګنې جواز)
  • د ښه احساس لپاره ډله ییز ورکشاپونه: نڅا، بایسکل چلول، لامبو وهل، د ښکلا درملنه، د جنسیت په اړه ورکشاپونه، او داسې نور.
  • بدې خاطرې هېرول او پر ځان باور بیرته ترلاسه کول.

دا ټیم د ډاکټرانو، ارواپوهانو، رواني او عقلي ډاکټرانو، مسلکي معالجینو، نرسانو، قابلو، حقوق پوهانو، یو سیکسولوګ، یوه روغتیایی منځګړي او ټولنیزو منځګړو څخه جوړ شوی دی...

یادونه: دا ټیم په رواني صدماتو او ټراوماتزم کې تخصص لري.

د درملنې په ټوله پروسه کې، ناروغ څارل کیږي او د هغو خدماتو یا جوړښتونو په لور لارښوونه کیږي چې د دوی وضعیت سره مناسب وي.

څنګه یې وکړو ؟

د دې لپاره parcours.avicenne@aphp.fr ته برېښنالیک واستوئ :

  • د دې برنامې په اړه نور معلومات ترلاسه کول
  • د شمولیت پاڼه (فورمه) ترلاسه کول او بشپړول.
یادونه: تاسو کولی شئ د یو طبي یا ټولنیز مسلکي (ډاکټر، ارواپوه، ټولنیز کارمند، او نورو) څخه چې تاسې تعقیب وي هم غوښتنه وکړئ چې تاسې غواړئ دا پروسه ترسره کړئ.

Lieu d'accueil

125 Rue de Stalingrad, 93000 Bobigny

parcours.avicenne@aphp.fr

Chargement de la carte...

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • xavidumاډمین
  • célia - mille parcoursایډیټر او کره کتونکی
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • rouaa karimد صفحي پورته برخه
  • killian douchetد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • igornrgد صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles