Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

فرانسوي ژبه زده کول او مسلکي ادغام کې مرسته کیدل

د .....................سره Dispositif de formation linguistique

د.........لخوا وړاندیز شوي IFPA Formation , APOR, GRETA 71 Sud Bourgogne...میاشي کیږي چې نوي شوي 10 місяців тому

ستاسو د فرانسوي ژبې د ښه کولو او ستاسو د مسلکي پروژې د چمتو کولو لپاره د 3 میاشتو روزنیز کورس :

  • د فرانسوي ژبې او معلوماتي ټکنالوجی کورسونه
  • د کار نړۍ پیژندل
  • د کار موندلو یا روزنې کې ملاتړ.
مهمه یادونه: د دې روزنې د ترسره کولو لپاره، تاسو باید: - د 16 او 60 کلونو ترمنځ عمر ولرئ - په لیکلو او خبرو کولو کې د A1 کچه ولرئ - د استوګنې جواز ولرئ چې تاسو ته د کار کولو اجازه درکوي او د ټولنیز امنیت معتبره شمیره ولرئ - کارمند اوسئ یا د دندې په لټه کې یاست. او د فرانس تخوی (France Travail) سره راجستر شوي یاست - د مسلکي ادغام پروژه ولری.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د اساسي پوهې پیاوړتیا (لوستل، لیکل)
  • د لغتونو زده کول ( ورځنۍ فرانسوي او د کار نړۍ)
  • په فرانسوي ژبه ښې خبرې کول او اړیکه نیول، شفاهي او لیکلي بڼه.
یادونه: هدف دا دی چې له A1 کچې څخه A2 ته لاړ شي. تاسو کولی شئ مسلکي تصدیقونه ترلاسه کړئ : TCF (د فرانسوي پوهې ازموینه)، CléA ، Pix (معلوماتي ټکنالوجی سند).

  • په فرانسه کې د کار نړۍ پیژندل
  • د ممکنه روزنیزو کورسونو او دورو په اړه معلومات
  • د معلوماتي ټکنالوجی وسایلو کارولو څرنګوالی زده کول.

  • د ښو اړیکو او تبادلې لپاره په ګروپونو کې کار کول
  • فعالیتونه ترسره کول: کلتوري او سوداګریز سفرونه
  • باور ترلاسه کول.

څنګه یې وکړو ؟

که تاسو د فرانس تخوی سره راجستر شوي یاست، تاسو کولی شئ خپل سلاکار ته بریښنالیک واستوئ او پدې روزنه کې د ګډون غوښتنه وکړئ.

یادونه: تاسو باید د بریښنالیک په سرلیک کې خپله د فرانس تخوی ځانګړې پيژندونکي شمیره (7 عددي شمیره) ولیکئ. د خپل پیژندونکي شمیرې موندلو لپاره، د فرانس تخوی ویب پاڼې کې خپل شخصي ځای ته لاړ شئ : زما د حساب برخې باندې کلیک وکړئ بیا زما پیژندونکی وګورئ.

سټیفني سټارټز (Stéphanie STORTZ) ته په 0674803521 زنګ ووهئ یا sstortz@ifpa-formation.com ته بریښنالیک واستوئ.  

22 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • stéphanie-ifpaایډیټر او کره کتونکی
  • annia apprentie prof'د صفحي پورته برخه
  • killian douchetد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • nour alhindiد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • niamphvieد صفحي پورته برخه
  • bilalد صفحي پورته برخه
  • igornrgد صفحي پورته برخه
  • flo1103د صفحي پورته برخه
  • shayanroushanد صفحي پورته برخه
  • g'arrigد صفحي پورته برخه
  • hanenemaafiد صفحي پورته برخه
  • nonomد صفحي پورته برخه
  • sevaد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles