le Point H - Croix-Rouge française - طبي او رواني ملاتړ ترلاسه کړئ - Réfugiés.info

Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

طبي او رواني ملاتړ ترلاسه کړئ

د .....................سره le Point H - Croix-Rouge française

د.........لخوا وړاندیز شوي Le point H ...میاشي کیږي چې نوي شوي 7 місяців тому

پوائنټ ایچ (Point H) د صحي چارو یو روغتیایی مرکز دی چې په ناڅرګندو او سختو شرایطو کې ژوند کوونکو خلکو ته وړیا درملنه وړاندې کوي.

دا ټیم د عمومي ډاکټرانو، نرسانو، ارواپوهانو او روغتیا منځګړیو څخه جوړ شوی دی.

یادونه: مرکز د جنس، عمر یا اصل په پام کې نیولو پرته د ټولو خلکو لپاره خلاص دی.
طبي او رواني مشورې د ملاقات وخت په اخستلو سره د لاس رسي وړ دي، د نرس څخه د پاملرنې او درملنې ترلاسه کولو لپاره د ملاقات وخت اخیستو ته اړتیا نشته.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

دا اړینه نده چې د روغتیا بیمه یا کارت ویتال ولرئ، پاملرنه په سیستماتیک ډول وړیا ده: تاسو هیڅ شی نه ورکوئ.

که تاسو په فرانسوي ژبه ښې خبرې نه کوئ، تاسو کولی شئ په خپله ژبه کې د مسلکي ژباړونکي مرسته ترلاسه کړئ، ترڅو ښه پوه شئ.

هغه به وکولی شي د مشورې په جریان کې هغه څه وژباړي چې تاسو یې ویل غواړئ.

تاسو کدای شئ چې ستاسې د وضعیت په پام کې نیولو سره وړ مسلکي کسانو ته راجع شئ:

  • د ښاروالۍ د ټولنیز فعالیت مرکز (CCAS)، د ټولنیز فعالیت څانګه (CDAS) : ټولنیز کارکونکی…
  • سي ایچ آر یوـپاس (CHRU-PASS): د سیمه ایز پوهنتون روغتون مرکز (CHRU) - روغتیایی پاملرنې ته د لاس رسې ځای (PASS)
  • ټولنې یا اسوسیشنونه، د پناه غوښتونکو لپاره جوړښتونه…

څنګه یې وکړو ؟

د پوائنټ ایچ (Point H) روغتیایی مرکز په لاندې پته موقعیت لري:

16 rue Alexandre Ribot - 29200 Brest

د مراجعینو ترلاسه کولو لپاره د مرکز کاري ساعتونه:

  • دوشنبه: د سهار له 9 بجو څخه تر 1 بجو پورې / د ماسپښین 2 څخه تر 6 بجو پورې
  • سه شنبه: د سهار له 9 بجو څخه تر 1 بجو پورې / د ماسپښین 2 څخه تر 6 بجو پورې
  • چهارشنبه: د سهار له 9 بجو څخه تر 1 بجو پورې (یوازي د ملاقات وخت لرلو سره)
  • پنجشنبه: د ماسپښین 9 بجو څخه تر 1 بجو پورې / د ماسپښین 2 څخه تر 6 بجو پورې
  • جمعه: د ماسپښین 9 بجو څخه تر 1 بجو پورې / د ماسپښین 2 څخه تر 5 بجو پورې
یادونه: د مرکز د کاري ساعتونو بهر او/یا د طبي بیړني حالت په صورت کې، مهرباني وکړئ 15 شمیرې ته زنګ ووهئ یا مستقیم د روغتون بیړني څانګې ته لاړ شئ.

د مرکز په کاري ساعتونو کې 0298446311 ته زنګ ووهئ ترڅو طبي یا رواني مشورې ترلاسه کړئ.

Passer la carte

Lieu d'accueil

  • 16 Rue Alexandre Ribot, 29200 Brest, France
  • 02 98 44 63 11
Chargement de la carte...

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • claudia mاډمین
  • Aceاډمین
  • point hایډیټر او کره کتونکی
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • nouد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • poljaد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه

Liens utiles