Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

خپل حقوق پیژندل او ملاتړ ترلاسه کول

د .....................سره Centre communal d'action sociale Rennes (CCAS)

د.........لخوا وړاندیز شوي CCAS Rennes ...میاشي کیږي چې نوي شوي 9 місяців тому

د ښاروالی ټولنیز فعالیت مرکز (CCAS) هغه ځای دی چیرې چې تاسو کولی شئ:

- مرستې او حقونو ته د لاس رسي غوښتنه وکړئ،

- ستاسو په آنلاین یا د کمپیوټر له لارې ترسره کیدونکو اداري پروسیجرونو کې ملاتړ ترلاسه کړئ.

- که تاسو ایغیسا RSA ترلاسه کوئ، د کار یا روزنې لپاره ستاسو په لټون کې ملاتړ کیږئ.

یادونه: ستاسو د کورنۍ غړي، حتی که دوی د کډوالۍ حیثیت نه لري، هم کولی شي د CCAS څخه ملاتړ ترلاسه کړي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

که تاسو په رینس (Rennes) کې اوسېږئ :

  • د ترانسپورت څخه په وړیا یا کم لګښت سره د استفادې لپاره مرسته (رینز بسونه او میټرو)
  • د سورټیر (Sortir) کارت ترلاسه کولو لپاره غوښتنه کولو کې مرسته!
  • ستاسو په اداري کړنلارو یا پروسیجرونو او د انټرنیټ له لارې معلومات ترلاسه کولو کې ملاتړ
  • د دندې لټون، د CV لیکلو او پوښ لیک سره مرسته.

که تاسو ایغیسا RSA ترلاسه کوئ :

  • د RSA لپاره تقاضا کولو کې مرسته
  • د کار موندلو یا روزنې، فرانسوي کورسونو، معلوماتو او عمومي لارښوونو لپاره انفرادي ملاتړ
  • په اداري پروسیجرونو یا کړنلارو کې مرسته.

  • د هغو سکتورونو او مسلکونو په اړه معلومات ترلاسه کول چې په رینس (Rennes) کې یې شرکتونو په لټه کې دي
  • یوه سي وي CV او انګیزه لیک جوړول.

  • د بریښنالیک لیږلو لپاره کمپیوټر او انټرنیټ کارول ، سند سکین کول ، سند چاپ یا پرنټ کول په ښه توګه زده کول، او داسې نور.
  • د اداري پروسیجرونو یا طرزالعملونو په ترسره کولو کې مرسته (فرانس تخوی France Travail، کاف CAF، پریفیکتورprefecture، کارت ویتالCarte Vitale او داسې نور).
یادونه: د انټرنیټ له لارې د اداري پروسیجرونو په ترسره کولو کې د مرستې ترلاسه کولو لپاره په رینس (Rennes) کې 3 ځایونه شتون لري، هرڅه دلته تشریح شوي.

څنګه یې وکړو ؟

تاسو ته نږدې دفتر موندلو لپاره لاندې نقشه وګورئ.

Lieu d'accueil

Espace social commun, 7 Rue Kléber, 35000 Rennes, France

25 Rue Noël Blayau, 35000 Rennes, France

7 boulevard de Yougoslavie, 35200 Rennes, France

12 et 12 bis rue Guy Ropartz, 35700 Rennes, France

15 rue Louis et René Moine, 35200 Rennes, France

42 cours du Président John Fitzgerald Kennedy, 35000 Rennes, France

Chargement de la carte...

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • ccas35ایډیټر او کره کتونکی
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • mohieddinد صفحي پورته برخه
  • nouد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • ctai rennes ville et métropoleایډیټر او کره کتونکی

Liens utiles